د ايران د استازو مجلس غړی: د اوبو د حقابې تر لاسه کولو لپاره بايد د افغان کډوالو په اړه خپل سياست ته بیا کتنه وکړو

Photo: Via Sharghdaily.com

اطلاعات روز: د ايران د استازو د مجلس غړي محمد سرګزي ويلي، چې دا هيواد بايد له هلمند سيند څخه د خپلې حقابې د تر لاسه کولو لپاره د افغان کډوالو د منلو په تړاو خپل سياست ته بیا کتنه وکړي.

نوموړی د ايران ايلنای خبري اژانس ته ويلي، چې تر اوسه د افغانستان له لوري هيڅ اوبه نه دي پرېښودل شوي.

ده ويلي: «داسې ښکارې چې د هلمند د اوبو په کنټرول کې د افغانستان سياست دوې موخې لري: يو د ارزان بيې انرژۍ تر لاسه کول او دويم په ايران کې د افغان کډوالو په اړه پر سياستونو خپل اغېز ساتل.»

سرګزي زياته کړې، چې ايران د اووه ميليونه افغان کډوالو کوربتوب کوي او له افغانستان سره د مرستې لوړه بيه پرې ګوي؛ خو دا هيواد د ايران د ختيځې سيمو د خلکو «قانوني حق» هم نه ورکوي.

د ايران د استازو د مجلس دې غړي ویلي: «موږ بايد حتما د افغان اتباعو د منلو سياست او همدا راز د ارزانه تيلو او اوبو، برېښنا، ترانزيټ او کډوالۍ راکړې-ورکړې ته چې افغان لوری ترې ګټه اخلي، بيا کتنه وکړو.»

ده زياته کړې، چې اوس مهال د افغانستان تر ۹۰ سلنه زيات وګړي په ايران کې غير قانوني مېشت دي. د ده په وينا ايران کولای شي د خپلو داخلي قوانينو له مخې دا کډوال وشړي.

د هلمند د اوبو پر سر د طالبانو او ايران تر منځ د جنجال تر زياتېدو وروسته دا اندېښنه را پيدا شوې چې ښايي په ايران کې پر افغان کډوالو فشار زيات شي.

څه موده وړاندې د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي د حقابې د نه تأمين په تړاو طالبانو ته خبرداری ورکړی و.

له بله اړخه، طالبان وايي، چې د هلمند سيند دومره اوبه نه لري چې ايران ته ورسېږي.

خو ايران د افغانستان په بندونو کې د سپوږمکۍ د انځورونو په استناد سره وايي، چې دا انځورونه په کجکي او کمال خان بندونو کې کافي اوبه ښيي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني هم نن (دوشنبه، ۹ د زمري) په يوه خبري غونډه کې ويلي، چې ايران لا هم د هلمند په سيند کې د ايران د حقابې د اخيستلو هڅه کوي.

ده وويل: «دا موضوع د افغانستان له چارواکو (طالبانو) سره د دوامداره خبرو برخه ده او په دې اړه ابتدايي توافقات شته. موږ هېله لرو چې د افغانستان چارواکي به په دې اړه مسوولانه چلند وکړي.»

افغانستان او ايران د هلمند اوبو د وېش لپاره په ۱۳۵۱ لمريز کال کې تړون لاسليک کړی دی.

ايراني چارواکي وايي، چې د دې تړون له مخې بايد په آبي کلونو کې په کلنۍ توګه له افغانستان څخه ايران ته ۸۲۰ ميليونه مکعبه اوبه ولاړې شي؛ خو دوی ادعا کوي چې ايران دومره اوبه نه تر لاسه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه