خوست کې انسان تښتوونکو یو ماشوم له تښتولو وروسته وژلی

اطلاعات روز: خوست کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې انسان تښتوونکو یو ماشوم له تښتول کېدو وروسته په مرموز ډول وژلی دی.

سرچینې وايي، چې د احمد په نوم یاد ماشوم څه موده وړاندې د مرکز اړوند له «راغه» کلي څخه انسان تښتوونکو تښتولی و او د خلاصون په بدل کې یې له کورنۍ څخه د زرګونه امریکايي ډالرو غوښتنه کوله، چې د نه ورکړې په صورت کې یې یاد ماشوم په بې رحمانه ډول وژلی دی.

د سرچینې په حواله چې په خوست کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ پولیسو تېره شپه (دوشنبه، ۹ زمري) د ځانګړو عملیاتو پر مهال د دغه ماشوم جسد د هغوی د یو ګاونډي په کور کې په داسې مهال پیدا کړ، چې له وژلو وروسته یې په یو تشناب کې غورځولی و.

که څه هم تر اوسه په دې اړه د امنیې قومندانۍ له لوري رسمي څه نه دي ویل شوي، خو سرچینه زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې یې په پېښه کې ښکېل انسان تښتوونکي نیولي خو دا چې څو تنه دي نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د خوست ولایت اوسېدونکي بیا د طالبانو له امنیتي ارګانونو غوښتنه کوي چې د محمد په نوم د وژل شوي ماشوم قاتلینو ته دې په عام محضر کې سزا ورکړل شي.

خوست د هیواد له ګڼ نفوسه ولایتونو دی، چې په دې وروستیو کې پکې د غلا، جنايي او انسان تښتوونې پېښې ډېرې شوې، چې خلک یې اندېښمن کړي خو طالب مسوولین وايي چې په یادو پېښو کې یې ګڼ کسان نیولي دي.