د طالبانو تر حاکمیت لاندې ننګرهار کې لاره شکوونکو غلو خلک اندیښمن کړي

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د جنايي جرمونو او غلاوو ډېروالي د عامو خلکو اندېښنې را پارولي دوی وایي، د لاره شکوونکو غلو د زیاتوالي له کبله خپلې چارې په سمه توګه نشي ترسره کولی.

د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي تور پورې کوي، چې د ښار په ډېر شمېر سیمو کې د طالبانو د امنیتي حوزو امرین له غلو سره اړیکې لري او هغوی د جنایي جرمونو له قضیو په بېلابېلو پلمو ځان تېر باسي.

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اوسیدونکی عارف خان وايي، د ښار، عمومي سړکونه او کوڅې خوندي نه دي او غله په رڼا ورځ او ډیر کله له ماښام وروسته د لویو لارو پر سر خلک لوټي او قیمتي توکي ترې د وسلو په زور اخلي.

عارف خان زیاته کړه:«جلال اباد ښار کې غله زیات شوي او له ماښام وروسته هیڅوک په ډاډه زړه له کوره بازار او یا خپلو او خپلوانو کره نشي تلای، ځکه غله زیات شوي او د خلکو مبایلونه او د جیب نور وسایل په زوره اخلي او غلا کوي یې، دې حالت خلک ډیر اندیښمن کړي او له طالبانو یې دمخنیوي غوښتنه کوي.»

د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکی نیک محمد بیا د ښار د امنیتي حوزو امرین تورنوي، چې ګواکې له غلو سره لاس لري ځکه په وینا یې، غل چې له امنیتي ادارو سره لاس یو نه کړي، نه غلا کولی شي او نه هم څوک د پیسو یا ټیلیفون پر سر وهلی او ډبولی شي.

نوموړی زیاتوي، دوی تمه درلوده چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره به یې ژوند خوندي او د ارام ساه به واخلي خو زیاتوي، چې دا هیلې برعکس شوې.

د هغه په خبره طالبانو تراوسه په دغه ولایت کې یوه قاتل، غله او مجرم ته سزا نه ده ورکړې او همدا لامل دی چې ورځ تر بلې په ښار کې جنایي جرمونه زیاتېږي.

نیک محمد زیاتوي: «د هرې حوزې په مربوطاتو کې غله معلوم دي او دا غله په خپله د طالبانو د حوزو له امرینو سره لاس لري، ځکه که دوی سره لاس ونه لري نو دوی نه غلا کولای شي او نه څوک وهلی او ډبولی شي؛ دا تېره اوونۍ هم د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د طالبانو چیک پواینټ ته په څومترۍ کې موټر سایکل سپرو غلو له یو ځوان څخه مبایل غلا کړی او طالبانو ته مو ډیر نارې وکړې خو مونږ ته یې ځواب رانه کړ او غله وتښتیدل نو له دې معلومیږي چې دوی له غلو سره لاس لري.»

د جلال اباد ښاریان وایي، د طالبانو د حکومت راتګ ته یې هېلې زیاتې وې، خو په خبره یې چې دا هېلې یې برعکس شوې دي

له ښار سربیره په لېرې پرتو ولسوالیو کې هم ولسي خلک د غلاوو له زیاتوالي شکایت کوي.

د ګوشتې ولسوالۍ اوسیدونکی سید اکرام وایي، د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې غلاوې زیات شوي چې ډیر یې له موټر سایکل څخه په استفادې خلک لوټ کوي.

نوموړی د طالبانو له امنیتي چارواکو د خلکو د ژوند خوندیتوب سربیره د وسله والو غلاوو د مخنیوي او هغوی ته د سختې سزا ورکولو غوښتنه کوي.

سید اکرام زیاتوي: «د ګوشتې- کامې ولسوالۍ ترمنځ سیمه کې غله زیات شوي او هیڅ یې له طالبانو سره توپیر نه کیږي، ځکه د دې غلو هم لوی ویښتان او ږیره وي او وسلې ورسره وي او خلک له خپلې ویرې چې ګوندې طالبان به وي دریږي او بیا یې په همدې بهانه ترې مبایلونه او د جیب نور قیمتي وسایل غلا کوي؛ له مسوولو چارواک د دې کار د مخینوي غوښتنه کوو او غلو ته باید سخته سزا ورکړي.»

په ورته مهال شنوونکي بیا په دې وروستیو کې د غلاوو د زیاتیدو لامل د طالبانو د حکومت له رامنځته کیدو وروسته په لویه کچه د ځوانانو بې روزګاري یادوي.

ټولنیز فعال مطیع الله مومند د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د بې روزګارۍ د مخینوي په پار دې بنسټیزې پروژې پلې کړي، څو په هیواد کې شته بې روزګاري تر یوې اندازې راکمه او ځوانان په کار شي.

مومند زیاتوي: «له کله چې تیر حکومت سقوط شوی او طالبان واک ته رسیدلي، نو د اردو، پولیسو او دغه راز په نورو دولتي او غیر دولتي ادارو کې په لکونو ځوانان بې روزګاره شوي او دوی هر یو کورنۍ لري، خو کار روزګار نشته نو له مجبورۍ به غلا او نورو جنایي جرمونو ته لاس اچوي له طالبانو غواړو چې ځوانانو ته په دولتي ادارو کې کار ورکړي او دغه راز دې په داسې پروژو کار پېل کړي چې بې روزګاره خلکو ته پکې د کار زمینه برابره شي.»

ننګرهار کې د طالبانو له لوري نیول شوي کسان چې په بېلابېلو جرمونو تورن دي

بلخوا په دغه ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایي، چې له امنیتي ادارو یې غوښتي چې د ننګرهار د اوسېدونکیو اندېښنو ته جدي پام وکړي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو د امنیت امر محمد طاهر مبارز وایي، په تیره یوه میاشت کې یې ۵۱ جنایي پېښې ثبت کړي او په تړاو یې ۱۴۶ کسان هم نیول شوي دي.

نوموړی خلکو ته ډاډ ورکوي او وایي، د هغه غلو د نیولو هڅې یې پېل کړي چې د عامو خلکو ژوند یې تریخ کړی دی.

مبارز زیاتوي: «ننګرهار کې مو د غلو د نیولو او دغه راز د جنایي جرمونو د مخنیوي په برخه کې هلې ځلې کړندۍ کړي، په تېره جوزا میاشت کې مو ۱۴۶ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نیولي او دا لړۍ روانه ده؛ ټولو ننګرهاریانو ته ډاډ ورکوو چې جرمي پېښې په ټولو هیوادونو کې کیږي، خو د مجرمانو نیول مهمه خبره ده ان شاالله که هر څوک جرم وکړي د یو ساعت په موده کې به نیول کیږي او د قانونو منګلو ته سپارل کیږي.»

ننګرهار کې داسې مهال عام خلک د غلاوو او نورو جنایي پېښو له زیاتیدو شکایتونه کوي، چې په دې وروستیو کې طالب چارواکو ویلي، چې د دوی د حکومت په راتګ سره د جنایي جرمونو کچه تر پخوا څو سلنه کمه شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه