Photo: APP

د پاکستان لومړی وزير: طالبان دې د تروريستي ډلو پر ضد اقدام وکړي

اطلاعات روز: د پاکستان په خيبرپښتونخوا ايالت کې تر مرګوني بريد وروسته د دې هيواد لومړي وزير شهباز شريف په کابل کې له طالبانو غوښتي چې د افغانستان له خاورې څخه د تروريستي ډلو د استفادې مخه دې ونيسي او د دې ډلو پر ضد دې اقدام وکړي.

د يکشنبې په ورځ په خيبرپښتونخوا کې د «جمعيت علماء اسلام» ګوند پر يوه غونډه بريد وشو. له وروستيو شمېره سره سم، په دې بريد کې ۵۴ تنه وژل شوي او ۸۰ نور ژوبل دي. د دې بريد مسووليت د داعش خراسان ډلې منلی دی.

د «ډان نيوز» د رسنۍ په وينا، تېره ورځ (سې‌شنبه، ۱۰ د زمري)  د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د يکشنبې ورځې د بريد د ټپیانو د ليدنې پر مهال وويل، چې د طالبانو حکومت بايد له پولو د دباندې تروريزم پر خلاف چې د افغانستان له خاورې استفاده کوي مشخص اقدامات وکړي.

د پاکستان دې رسنۍ زياته کړې، چې شهباز شريف په بريدونو کې «د افغان وګړو د لاس لرلو» او په افغانستان کې د پاکستاني دولت د مخالفو وسله والو ډلو د ازادۍ او پر ملکي وګړو د «بزدلانه» حملو د اجرا او طرحې په تړاو اندېښنه ښکاره کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري هم په کابل کې له طالبانو غوښتي چې د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد دې اقدام وکړي چې د افغانستان له خاورې استفاده کوي.

ده ويلي: «پاکستان د افغانستان له موقت دولت (طالبانو) څخه هېله لري چې د تروريستي سازمانونو پر خلاف اقدام وکړي او د دوحې د هوکړې پر اساس دې له نړيوالې ټولنې سره پر هغو تعهداتو عمل وکړي چې د دې هيواد خاوره به د هيڅ بل هيواد پر ضد د تروريستي فعاليتونو لپاره نه کارېږي.»

نوموړي زياته کړې، چې د تروريزم د ګواښ پر وړاندې همکاري د دواړو هيوادونو په ګټه ده.

زرداري د خپلو خبرو په دوام ويلي، چې افغانستان دايمي پوځ، تروريزم ضد ځواک او يا هم د پولو د مديريت ځواک نه لري، چې د نوموړي په وينا له تروريزم سره په مبارزه کې ستونزې پېښوي.

ده ويلي، چې پاکستان تيار دی چې له افغانستان سره مرسته وکړي ځکه له داسې ګواښونو سره د مقابلې کولو وړتيا لري.

اوس مهال طالبان ادعا کوي چې سل زره کسيز پوځ يې جوړ کړی دی او دا ځواک د افغانستان د امنيت او د دې هيواد د پولو د ساتنې وړتيا لري.

دا ډله همدا راز د افغانستان له خاورې څخه د تروريستي ډلو د استفادې ادعاوې ردوي.

همدا راز طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د داعش په ځپنې توانېدلي دي.