اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د امريکا دايمي سفيرې او استازې لينډا توماس ګرينفيلډ وايي، چې دا هيواد طالبان په رسميت نه پېژني او نه يې ملاتړ کوي.
نوموړې تېره ورځ (سېشنبه، ۱۰ د زمري) په يوه خبري غونډه کې ټينګار کړی چې افغان نجونې بايد زده کړو ته لاسرسی ولري او همدا راز د دې هيواد ښځې بايد کار ته ولاړې شي.
لينډا توماس ګرينفيلډ ويلي: «موږ پر طالبانو فشار ته دوام ورکوو. موږ طالبان په رسميت نه پېژنو. مکتب ته د نجونو د نه تګ له وجې موږ د طالبانو هيڅ ملاتړ نه دی کړی.»
اغلې لینډا چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دورهيي مشري کوي، ويلي يې دي چې په خپله دوره کې به د بشري حقونو موضوعاتو ته رسيدګي کوي او افغانستان به لومړيتوب ولري.
لينډا توماس ګرينفيلډ په داسې حال کې د طالبانو پر نه رسميت پېژندنې ټينګار کوي چې په دې وروستيو کې د امريکا استازو په قطر کې له طالبانو سره ليدلي دي.
وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې له طالبانو سره خبرې دې ډلې ته د مشروعيت ورکولو په معنا نه دي.
په همدې حال کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري په خپلو جنجالي خبرو کې ويلي، چې «له طالبانو سره د تعامل په تړاو د افغانانو او بشري حقونو د مدافعينو» په ټينګار يې د دې ډلې له پلاوي سره په خبرو کې ګډون کړی دی.
د افغانستان ښځينه فعالانو او معترضينو د اميري دا څرګندونې ناسمې ګنلي او له دې يې پوښتلي چې د بشري حقونو کوم مدافع له طالبانو سره د تعامل غوښتنه کړې ده؟
د افغانستان د معترضينو ښځو د خوځښتونو ايتلاف ويلي، چې رينا اميري حق لري د امريکا د ګټو لپاره کار وکړي، خو «د افغانستان له ښځو د ابزار په توګه د استفادې کولو حق په هيڅ صورت نه لري».
