اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې سږکال د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر ۹۶ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي دي، خو ترڅنګ یې دغلته کروندګر اندیښمن دي او وایي، چې د حاصلاتو له اخیستو وړاندې په بازارونو کې د پیازو بیې دوه برابره راښکته شوې دي.
د دې ولایت په کرنې ریاست کې د طالبانو د کرنې د ودې او ترویج مدير قدرت الله حميدي وايي، چې سږکال ارزګان کې د نورو کلونو په پرتله زیات پیاز کرل شوي او کروندګر به له خپل کښت څخه لږ تر لږه ۶۸۶ ټنه حاصلات ترلاسه کړي.
ورته مهال هغه کسان چې سږکال يې پر خپلو ځمکو پیاز کرلي خپلو حاصلاتو ته خوښ، خو د بیو ټیټوالي اندیښمن کړي دوی وایي، چې د حاصلاتو له اخیستلو څخه مخکې په بازارونو کې د پیازو بیې دوه برابره راښکته شوې دي.
د مرکز ترينکوټ يو اوسيدونکی زين الله چې سږکال يې پر خپله يو نيم جريب ځمکه پیاز کرلي حاصلاتو ته یې هېله مند دی، خو غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې دوی ته د پیازو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي.
نوموړي وویل: «سږکال ما شاوخوا پر يو نيم جريب ځمکه پیاز کرلي د پیازو څخه مخکې ستاسو ياد دي چې يو من پیاز په ۳۰۰ افغانۍ وو، اوس په بازار کې د پیازو قيمت ۸۰ افغانۍ ته راښکته شوی کله چې زموږ پیاز رسيږي يو من پیازو قيمت بیا ۲۰ افغانۍ کېږي خو کله چې ژمۍ شي بیا د پيازو قيمتونه لوړ شي.»
په ورته وخت کې د کرنې د برخې کارپوهان وايي، چې هر کال د پیازو د حاصل رسيدو پر وخت د ارزګان په مرکز او ولسواليو کې د پیازو قيمتونه زيات ښکته کېږي، چې دی یې لامل دسړو خونو نشتون یادوي.
د کرنې د برخې يو تن کارپوه انجينر محمد شريف وايي، هغه کروندګر چې سږکال يې پر خپلو ځمکو پیاز کرلي او سړې خونې نه لري کولای شي چې پیاز په داسې ځايونو کې وساتي چې د لمر وړانکې ورته ونه رسیږي.
نوموړی د پیازو د ساتنې برخه کې کروندګر ته لارښوونه کوي او وایي: «اوس چې د پیازو حاصل رسيږي رشتيا هم دلته ارزګان کې سړې خونې نشته د اوس لپاره ټولو کروندګرو ته په کار ده چې خپل د پیازو حاصلات داسې ځايونو کې وساتي چې هلته رڼا نه ورته رسيږي او ترڅنګ په ښار کې يو ډول جالۍ دي هغه دې واخلي بوجۍ دې ورڅخه جوړې کړي او دوه دوه منه پیاز دې پکې واچوي بیا دې د خونې پر چت راځوړند کړي ان شاالله د يوه کال لپاره کولای شي په دغه دواړو طریقو سره پیاز خوندي وساتي.»
دغه راز ارزګان کې د طالبانو د کرنې د ودې او ترویج مدیر قدرت الله حميدي هم منې چې دې ولايت کې د سړو خونو د نشت له امله هر کال د پیازو حاصل رسيدو سره یې قيمتونه زیات ښکته کېږي.
نوموړی زیاتوي، چې تازه په دې ولايت کې دولس لويې سړې خونې جوړيږي چې په سلګونه ټنه پیازو د ذخيره کولو وړتيا لري او ورسره به د کروندګرو ستونزې هم حل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په ټول افغانستان کې د پیازو قيمتونه ډیر لوړ شوي وو، او خلکو يې د پېر وس نه درلوده.