Michael Brochstein/Sipa USA via REUTERS

مک کال له طالبانو سره د امريکايي چارواکو د ليدنو د درېدو غوښتونکی شو

اطلاعات روز: د امريکا د استازو د مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايکل مک کال له طالبانو سره د دې هيواد د چارواکو د ليدنو د درېدو غوښتنه کړې.

ښاغلي مک کال پرون (چهارشنبه، ۱۱ د زمري) په دوحه کې له طالبانو سره د امريکايي چارواکو ليدنې ته په غبرګون کې ويلي، چې دا ليدنې د «طالبانو د عادي کولو» لامل کېږي.

د امريکا د استازو د مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس همداراز د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امريکا د ځانګړې استازې رينا اميري څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان وګړو له طالبانو سره د امريکا د زيات تعامل غوښتنه نه ده کړې.

ښاغلي مک کال زياته کړې، چې د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې په توګه د اغلې امیري د ټاکل کېدو راهیسې تر دې دمه پورې طالبانو د ښځو او نجونو پر خلاف نور ځپونکي فرمانونه صادر کړي دي.

ده ويلي، چې له طالبانو سره د امريکايي چارواکو ليدنو د افغانستان له ښځو او نجونو سره هم مرسته نه ده کړې.

د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازي رينا اميري په دوحه کې له طالبانو سره د متحده ايالاتو د استازو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته په یو لړ ټويټونو کې وليکل چې «له طالبانو سره د مستقيم تعامل پر اړتيا د افغانانو او بشري حقونو د مدافعينو تر ټينګار وروسته» يې په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

د دې دا څرګندونې له پراخ غبرګون سره مخ شوي او د افغانستان زياتو وګړو په ځانګړې توګه ښځو ويلي، چې له اغلې اميري څخه داسې غوښتنه نه ده شوې.