ارزګان کې یو کس په مرموز ډول وژل شوی

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو کس په مرموز ډول وژل شوی او بیا یې جسد په ځمکه کې ښخ کړل شوی دی.

په دې ولايت د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بلال ارزګانی وايي، چې پیښه تېره شپه (جمعه، ۱۳ د زمري) د مرکز ترینکوټ اړوند «تورې» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې دوی په یاده سیمه کې د رضاخان په نوم د یو کس جسد چې په مرموز ډول وژل شوی و، له ځمکې را ایستلی او په تور یې یو کس هم نیولی دی.

دغه راز ارزګاني یوه ویډیو هم خپره کړې چې تورن کس پکې اقرار کوي او وایي، چې د وژل شوي کس سره یې لومړی شخړه کړې او بیا یې په مرموز ډول هغه تر ستوني خفه او وژلی دی.

تورن کس نه دي ویلي، چې دوی دڅه پر سر شخړه کړې او ولې یې یاد کس وژلی دی.

هیواد کې دا ډول وژنې ډیر کله د خپلمنځي شخړو، ځمکې او نورو کلیوالي ناندریو پر سر رامنځته کېږي.