یعقوب مجاهد: که څوک له افغانستان څخه دباندې د جهاد په نېت ځي، جهاد يې جهاد نه بلل کېږي

اطلاعات روز: د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر يعقوب مجاهد په يوه غږيز کليپ کې چې ده ته منسوب دی وایي، «که څوک له افغانستان څخه دباندې د جهاد په نېت ځي، جهاد يې جهاد نه بلل کېږي».

ملي ټلويزیون چې د طالبانو تر واک لاندې خپرونې کوي، د يعقوب مجاهد غږيز کليپ يې خپور کړی او ليکلي يې دي چې ده دا څرګندونې د يو شمېر قومندانانو او د دفاع وزارت د سرتېرو په يوه غونډه کې کړې دي.

يعقوب مجاهد په دې غږيز کليپ کې وايي: «اوس خو د امير امر دی، اطاعت يې واجب او فرض دی او لازم دی. که څوک له افغانستان څخه دباندې د جهاد په نېت ځي، جهاد يې جهاد نه بلل کېږي.»

د يعقوب مجاهد په اند، کله چې «امير مجاهدين له جنګ کولو منع کړي او بيا هم هغه مجاهد جنګ ته ځي، دا جنګ صرف جنګ دی، جهاد نه دی».

له امير څخه مراد د طالبانو مشر هبت الله آخوندزاده او د مجاهدينو مطلب د دې ډلې جنګيالي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستيو کې پاکستان ادعا کړې ده چې افغان وګړي په دې هيواد کې په وروستيو ترسره شويو بريدونو کې لاس لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په وينا، د دې هيواد د بلوچستان ايالت په «ږوب» سيمه کې د تېرې مياشتې د بريد درې تنه بريدګر د افغانستان د کندهار ولايت وو.