اطلاعات روز: د پنجشېر ولايت د پريان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د خپلو څارويو لپاره د وښو له کمښت سره مخ دي، ځکه چې طالبان ورته اجازه نه ورکوي چې خپل څاروي د غرونو لوړو ته د څرولو لپاره بوځي.
د دوی په وينا، اوس مهال په پريان کې د «شالزور»، «آب ګمان» د غرونو لمنې او «کُرپيتاب»، «شهر بلند»، «چمار» او «پس مزار» غرونه د کوچيانو په واک کې دي.
له دې ولسوالۍ څخه سرچينې وايي، چې طالبانو سږ کال د سيمې اصلي اوسېدونکي د غرونو په لمنو کې له خپلو کليو يا هم د اوړي له مېنو کډه کړي دي.
يوې سرچينې وويل، چې «اوس ټول غرونه د کوچيانو په واک کې دي». د دې سرچينې په وينا، کوچیان حتا خپلې رمې د خلکو په شخصي څړځايونو کې څروي.
دې سرچينې زياته کړې، چې طالبان خلکو ته اجازه نه ورکوي چې خپل څاروي د غرونو لوړو او څړځايونو ته بوځي.
د دې سرچينې په وينا، څاروي لرونکي د وښو له کمښت سره مخ دي.
طالبانو په پنجشېر کې غرونو ته پر تګ بنديز لګولی دی.
ادعا کېږي چې د پنجشېر په لوړو غرونو کې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» غړي شته دي او طالبان د دې جبهې له غړو سره د خلکو د همکارۍ د مخنيوي لپاره غرونو ته تګ منع کړی دی.