«ملي مقاومت شورا» د ۱۳۷۷ کال پر مهال طالبان په مزار شريف کې په «قومي تصفيې» تورن کړل

اطلاعات روز: «د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» د ۱۳۷۷ لمريز کال پر مهال په مزار شريف ښار کې طالبان په «قومي تصفيې»، «نسل وژنې» او «ډلييزې نابودۍ» تورن کړي دي.

دې شورا په يوه اعلاميه کې چې نن (سې‌شنبه، ۱۷ د زمري) «د ۱۳۷۷ پر مهال په مزار شريف ښار کې د نسل وژنې د قربانيانو د ياد» په مناسبت خپره شوې، طالبان يې په دې ښار کې د ملکي وګړو په «عام وژنه» تورن کړي دي.

«د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» په خپله اعلاميه کې ليکلي، چې د ۱۳۷۷ کال پر مهال طالبانو پر مزار شريف ښار له واکمنېدو سره «پر ملکي خلکو بريد وکړ او څو ورځې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون عام وژنه کوله».

همدا راز دې شورا ټينګار کړی چې طالبانو «د دې ښار د وګړو په ځانګړي توګه د شيعه او هزاره‌وو پر خلاف بدترين او بې رحمانه بشر ضد جنايات ترسره کړي دي».

د دې شورا په اعلاميه کې راغلي: «د طالبانو يوه لوړپوړي چارواکي هغه وخت هزاره نامسلمان بلل او د هغوی د عام وژنې فتوا يې ورکړې وه چې دا زموږ په هيواد کې د قومي تصفيې، نسل وژنې او فرقه‌يي نابودۍ يو عيني مثال و.»

دې ډلې د بشر حقونو د څار سازمان د راپور په استناد سره ليکلي، چې هغه وخت «د کور په کور پلټنې پر وخت په سلګونو هزاره سړي او هلکان اعدام شول» او زياته کړې يې ده چې په دې ښار کې د زرګونو وژل شويو په تړاو راپورونه هم شته دي.

«د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» په خپله اعلاميه کې ليکلي، چې طالبان اوس او ۲۵ کاله وړاندې د هيواد په بېلابېلو سيمو لکه شمال، کابل، د سويلي ولايتونو په يو لړ سيمو او مرکزی ولايتونو کې «دې ته ورته جنايات» کړي دي او د هيواد وګړي يې «د خپلو کورنيو د سترګو پر وړاندې» وژلي دي.

دې شورا ويلي، چې د «ځپنې، شکنجې، وژنې، سياسي، قومي او مذهبي حذف» په شمول طالبان د «بشر صد جناياتو» د ارتکاب له وجې د مجازاتو او زياتو تحريمونو وړ دي، نه دا چې په بېلابېلو نومونو ورسره «پټ تعامل» وشي.

دې شورا ويلي، چې له طالبانو سره پټ تعامل «د ټولو وېره خپروونکو ډلو د زړورتيا» لامل کېږي.

د بشري حقونو د باور وړ بنسټونو له راپورونو سره سم، د ۱۳۷۷ لمريز کال پر مهال چې کله طالبانو مزار شريف دويم ځل ونيوه، د ښار «په زرګونو ملکي وګړي» يې ووژل.

د فارسي بي بي سي په وينا، د بشر حقونو د څار راپور چې د ۱۹۹۸ د نوامبر پر ۱۰مه خپور شوی، په مزار شريف ښار کې يې د طالبانو په وسيله د ملکي وګړو د وژنې خبره وکړه. له دې راپور سره سم، «طالبانو تر خپلې وسې خلک ووژل» او په [مزار شريف] ښار کې چې څه پېښ شول، «وحشتناک» و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه