کندهار کې سږکال د خټکيو او هندواڼو حاصلات کم، خو بيې يې لوړې شوې دي

اطلاعات روز: کندهار کې ميشت کروندګر وايي، چې سږکال د اوبو د کموالي او نورو افتونو له کبله د خټکيو او هندواڼو حاصلاتو کم خو بيې يې تر پخوا لوړې شوې دي.

کندهار يو له هغو ولايتونو څخه شمېرل کېږي چې هرکال په‌ کې په لسګونه هکټاره ځمکه خټکي او هندواڼې کرل کېږي او د نورو مېوو ترڅنګ يې یادې مېوې په کور دننه او بهر خاص شهرت لري.

د کندهار  د ډنډ ولسوالۍ يو تن کروندګر امين الله اطلاعات روز ته وویل، چې سږکال یې د خټکیو حاصلات د وچکالۍ، زراعتي درملو نشت او نورو بېلابېلو افتونو له کبله کم شوي دي.

نوموړي وویل: «تېرکال موټر په ۸۰ زره و سږکال په يو لک يا يو لک لس زره دی، اوبه ښکته شوي دي، بندونه بايد چې جوړ شي.»

همدارنګه د ډنډ ولسوالۍ يو بل بزګر علي احمد هم ورته خبره کوي او زیاتوي چې له تېرو څو کلونو راهيسې له دوامداره وچکالۍ سره مخ دي چې له امله یې د دوی حاصلات اغیزمن شوي، خو زیاتوي چې بیې یې یوه اندازه لوړې شوې دي.

دغه راز د دامان ولسوالۍ يو تن کروندګر دين محمد بیا وایي، چې سږکال يې د ګرمۍ، وچکالۍ او نورو زراعتي امراضو له کبله د خټکيو  حاصلات شاوخوا ۵۰ سلنه کم شوي دي.

دين محمد زیاته کړه: «خپل مصرفونه راجوړوي، سږکال خټکیو داسې مرض کړی چې مري، دوا يې هم نه پيدا کېږي، ځينې يې بيا شوته وکړي، سپېر غوږی او نور مرضونه وکړي د هغو دوا شته او دغه جوړنګان يو دم مري دوا يې نشته.»

ورته مهال کندهار کې د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست مسوولین وایي، چې سږکال دغلته پر ۱۴۰۰ هکټاره ځمکه د خټکيو او هندواڼو کښتونه شوي دي.

د کندهار د کرنې رياست کې د طالبانو د کرنيزو چارو امر شمس الرحمن موسي په دې اړه وویل: «سږکال پر شاوخوا ۸۰۰ هکټاره ځمکه د خټکو کښتونه شوي چې کلنی حاصل به يې ان شاءالله زموږ د اټکل له مخې ۶ زره ټنو ته ورسېږي، همداشان پر ۶۰۰ هکټاره د هندوانو پالېزونه شوي چې حاصل یې ۶ زره ټنه اټکل شوی.»

د يادونې وړ ده چې سږکال د کندهار په دامان، ډنډ، پنجوايي، ميوند، ارغستان، معروف، ارغنداب او سپين بولدک ولسوالیو کې خټکي او هندواڼې کښت شوي دي.

دغه راز د کندهار خټکي د زيات خوږوالي او ښه کيفيت له کبله نورو ګاونډيو هيوادونو ته هم صادرېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته