عبداللهيان: طالبانو په مزار شريف ښار کې د ايران پر قونسلګرۍ بريد کولو سره جنايت ترسره کړی

اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې ۲۵ کاله وړاندې د ايران پر قونسلګرۍ د طالبانو بريد «جنايت» ګڼلی دی.

دا بريد د ۱۳۷۷ لمريز کال د زمري د مياشتې پر ۱۷مه مزار شريف ښار ته د طالبانو د ننوتلو پر مهال وشو چې اته ډيپلوماټان او يو ايرانی خبريال پکې ووژل شول.

هغه وخت ايران طالبان د دې بريد مسوول وګڼل، خو دې ډلې په دې بريد کې لاس لرل رد کړل او دا يې يو «خپلسری» کار وګاڼه.

د ايران د بهرنيو چارو وزیر نن (سې‌شنبه، ۱۷ د زمري) د دې برید د کليزې په تړاو په يوه ټويټ کې ليکلي: «د ۱۳۷۷ لمریز کال د زمري مياشتې پر ۱۷مه طالبانو په مزار شريف کې د ايران پر سر کونسلګرۍ په بريد کولو جنايت ترسره کړ.»

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د زمري اوولسمه د «ډېري ترخې» خاطرې ياد دی.

د دې وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې مزار شريف ښار ته د طالبانو د ننوتلو پر مهال، «د اخلاقي، انساني او نړيوالو تعهداتو بر خلاف» د ايران پر سر قونسلګرۍ بريد وشو او ډيپلوماټان او يو خبريال ووژل شول.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت «د دې ترخې او نه هېرېدونکې پېښې له غندنې سره – سره» ويلي، چې د دې پېښې د بېلابېلو اړخونو د روښانه کېدو پر اړتيا د يوې قطعي غوښتنې په توګه ټينګار کوي.

د طالبانو حکومت او د دې ډلې چارواکو تر اوسه د ايراني ډيپلوماټانو او خبريال د وژلو په مناسبت او همدا راز په دې اړه د ايراني چارواکو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

په ايران کې د افغانستان سفارت د طالبانو په لاس کې دی او پر همدې اساس د ايران د حکومت او طالبانو تر منځ اړيکې نږدې ګڼل کېږي، خو داسې ښکاري چې د وروستيو مياشتو پر مهال د کابل او تهران تر منځ اړيکې د اوبو د لانجو پر سر ترينګلې شوې دي.

د زمري ۱۷مه د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د طالبانو له لوري د ملکي وګړو په ځانګړي توګه د هزاره‌وو د ډلييزې وژنې ياد هم دی. د معتبرو بشري حقونو د بنسټونو راپورونه ښيي چې د ۱۳۷۷ کال پر مهال د طالبانو له لوري د مزار شريف ښار تر بیا نيونې وروسته د ښار «زرګونه ملکي» اوسېدونکي ووژل.

د فارسي بي بي سي په وينا، د بشر حقونو د څار راپور چې د ۱۹۹۸ د نوامبر پر ۱۰مه خپور شوی دی، په مزار شريف ښار کې يې د طالبانو په وسيله د ملکي وګړو د وژنې خبره وکړه. له دې راپور سره سم، «طالبانو تر خپلې وسې خلک ووژل» او په [مزار شريف] ښار کې چې څه پېښ شول، «وحشتناک» و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه