انځور: استول شوی

طالبانو نورستان کې د پخواني نظام د یوه قومندان پر کور برید کړی او سوځولی یې دی

اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو په دې ولایت کې د افغانستان د پخواني حکومت د یوه سیمه‌ییز قومندان نعمت الله پر کور برید کړی او په بشپړ ډول یې سوځولی دی.

يوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې طالبانو تېره شپه (دوشنبه، ١٦ د زمري) د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د دې پخواني قومندان پر کور د راکيټ ډزې کړې او لاسي بمونه يې هم استعمال کړي دي. وروسته یې کور ته اور اچولی او په بشپړ ډول یې ويجاړ کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د پخواني نظام ياد قومندان او د کورنۍ غړي یې د طالبانو د برید پر مهال په خپل کور کې نه و او هغوی ته کوم ځاني زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه د دې پېښې په تړاو په نورستان کې ځایي طالب چارواکو څه نه دي ويلي.

قوماندان نعمت الله د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال یو له سختو طالب ضد څېرو څخه شمېرل کېده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته يې په خپله سیمه کې عادي ژوند پیل کړی و.

ځایي خلګ وایي چې طالبانو د خپل واک په لومړي کال کې قومندان نعمت الله په زور اړ کړی و چې د دې ډلې ملاتړ او اطاعت اعلان کړي.