Reuters

د برېتانيا پخوانی لومړی وزير: د افغانستان د ښځو ځپل بايد «د بشريت پر خلاف جنايت» وګڼل شي

اطلاعات روز: د برېتانيا پخوانی لومړی وزير ګوردون براون وايي چې وخت را رسېدلی دی چې د طالبانو له لوري د افغانستان د ښځو ځپنه «د بشريت پر خلاف د جنايت» په توګه اعلان کړو.

ښاغلي براون تېره ورځ (سې‌شنبه، ۱۷ د زمري) د ګارډين ورځپاڼې په يوه مقاله کې ليکلي دي چې نړۍ بايد سره متحده شي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځپلو مخنيوی وکړي.

د برېتانيا پخواني لومړي وزير په دې مقاله کې ليکلي دي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو دوه کاله وروسته بايد له زده کړو څخه د افغان ښځو او نجونو محروميت ته ډېره پاملرنه وشي.

ده ليکلي دي: «په افغانستان کې چې نجونې کوم څه تجربه کوي، يو موقتي اختلال نه دی. دا تر جنسيتي اپارتايډ کم څه نه دي؛ دا هغه وحشتناکه اصطلاح ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازي په دې وروستيو کې کارولې ده.»

د برېتانيا پخواني لومړي وزير په دې مقاله کې په افغانستان کې له زده کړو د نجونو او ښځو پر محروميت ټينګار کړی دی او دا يې د نړيوالو الزامي قوانينو نقض ګڼلی دی.

ښاغلي براون له نړيوالې جنايي محکمې څخه غوښتي دي چې د افغان نجونو او ښځو د «جنسيتي ځپنې» او د «طالبانو له لوري د احتمالي بشر ضد جنايت» په تړاو دي پلټنې وکړي.

ده ويلي دي چې د روم د اساسنامې له مخې شونې ده چې د طالبانو يو شمېر غړي د بشر ضد جنايت او جنسيتي ځور او شکنجې د ارتکاب له وجې تعقيب شي.

ده په افغانستان کې د زده کړې لپاره د نجونو هلې-ځلې ستايلې دي او ويلي يې دي چې دوی د نيونې او شکنجې له وېري سره-سره، تر ځمکې لاندي په پټو ښوونځيو کې او يا هم انلاين توګه درس وايي.

د برېتانيا پخواني لومړي وزير په منځني ختيځ کې د مسلمانو هيوادونو له لوري د ښځو او نجونو پر زده کړو پراخ بنديز ته اشاره کړې او غندلی يې دی. نوموړي ويلي دي چې د دوی پر زده کړو بنديز ديني توجيه نه لري.

ده د افغان ښځو او نجونو لپاره د انلاين زده کړو د پراختيا غوښتنه کړې ده او ويلي يې دي چې يونيسيف بايد زياتې سرچينې ولري چې وکولای شي د افغانستان په داخل کې او له دې هيواده دباندي په ځانګړې توګه پاکستان کې د ښځو او نجونو لپاره زدکړييز فرصتونه زيات کړي.

ښاغلي براون غوښتنه کړې چې يو «لوړپوړی ځواکمن پلاوی» دي تيار شي چې کندهار ته ولاړ شي او د طالبانو له مشر سره د نجونو د زده کړو په اړه بحث وکړي. د ده په وينا دا پلاوی بايد تر ډېره حده له مسلمانو هيوادونو څخه وي.

همدا راز نوموړي وړانديز کړی دی چې کله د افغانستان ښځو او نجونو ته زمينه برابره شي چې ښوونځيو او پوهنتونو ته بيرته راستنې شي، نو نړۍ يې بايد د مالي لګښت د ورکولو لپاره چمتو وي.

طالبانو پر افغانستان تر دويم ځل واکمنېدو وروسته، تر شپږم ټولګي لوړې نجونې ښوونځي ته له لاسرسي څخه محرومې کړې دي.

دې ډلې همدا راز پوهنتونونه د نجونو په وړاندي تړلي دي او د نړيوالو سازمانونو زدکړييز فعاليت يې ځنډولی دی.