پاکستاني ځواکونو کونړ کې یو بزګر په ډزو وواژه

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وایي، چې پاکستاني ځواکونو د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې «فرضي کرښې» ته څیرمه یو بزګر په ډزو وژلی دی.

د سیمې اوسېدونکی ذبیح الله وایي، پاکستاني ځواکونو د رقیب الله په نوم دغه بزګر تېره ورځ (چهارشنبه، ١٨ د زمري) «ډېورنډ کرښې» ته څېرمه د ناړۍ ولسوالۍ په «ساو خوړ» سیمه کې ویشتلی دی.

ذبیح الله زیاتوي، چې دغه بزګر په خپله کرونده کې پر کار بوخت و، چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړي او ځای پرځای وژل شوی دی.

د دغه وژنې لامل څرګند نه دی او نه هم کونړ کې طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

ځایي خلک وایي، پاکستاني ځواکونه وخت ناوخت له «ډېورنډ کرښې» ها غاړې د ناړۍ ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې ډزې کوي، چې دې چارې ولسي خلک تر پوزې رسولي دي.