اطلاعات روز: د فعالو ښځو يوې ډلې چې د افغانستان د ښځو پارلماني او رهبرۍ شبکه نومول شوې له طالبانو غوښتي چې «د ښځو او نجونو پر خلاف دې د تاوتريخوالي عادي کول او بنسټيز کول ودروي».
دې شبکې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د افغانستان د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو پر خلاف تبعيض مخ پر زياتېدو دی او ښځې د ژوند له ټولو برخو شړل شوې دي.
د افغانستان د ښځو پارلماني او رهبرۍ شبکې زياته کړې، چې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو سيسټماټيک نقض دوی منزوي کړي او که دا بهير دوام پیدا کړي نو په نږدې راتلونکي کې به «د افغانستان د هيڅ ښځې اواز لوړ نشي او په افغانستان کې به له ښځې سره ليدل او خبرې کول ناشوني وي».
دې شبکې زياته ویلي، چې د داسې يوه وضعيت تصور «په افغانستان کې د لويي انساني فاجعې څرګندونه کوي چې همدا اوس پېښېږي».
د ښځو پارلماني او رهبرۍ شبکې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې دې پېژندل شويو دودونو او د ښځو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.
دې شبکې همدار راز غوښتنه کړې چې د ښځو پر خلاف دې د تاوتريخوالي د عادي کېدو او بنسټيز کېدو مخه ونيول شي.
د ښځو د پارلماني او رهبرۍ شبکې په اعلاميه کې راغلي، چې په افغانستان کې ښځې د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو ځواب ويونکې دي.
د ښځو پارلماني او رهبرۍ شبکې له نړيوالې ټولنې هم غوښتي چې د افغانستان د ښځو او نجونو د ژغورنې له بهير سره دې يو ځای شي. د دوی په وينا، د نړيوالې ټولنې ملاتړ د افغانستان د ښځو د حقونو د ښه کېدو لپاره اړين دی.
د ښځو پارلماني او رهبرۍ شبکې د افغانستان د ښځو په اړه د ښځينه حقونو د ملاتړو هيوادونو د څو اړخيزو اقداماتو د درېدو غوښتنه کړې ده.
دې شبکې ويلي، باور لري چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د مدافعو داخلي بنسټونو سياست او مشترک فعاليت کولای شي د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په اعاده کې يوه واحده ژبه رامنځته کړي.
طالبانو پر افغانستان تر بيا ځلې واکمنېدو وروسته ښځې له زده کړو او کار کولو څخه راګرځولې دي او په عمومي ځايونو کې يې د هغوی پر حضور سخت محدوديتونه لګولي دي.
په دې موده کې دا ډله په لسګونو ځلې «د بشري حقونو په نقض» او «بشر ضد جنايت» تورنه شوې او د ملګرو ملتونو کارپوهانو ويلي، چې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې چلند «جنسيتي اپارتايډ» ګڼل کېدلای شي.