کونړ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د انټرکلب سیالۍ پای ته ورسېدې

اطلاعات روز: کونړ کې د کرکټ مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د کرکټ انټرکلب سیالۍ پای ته ورسېدې.

د کونړ د کرکټ بورډ آمر عطاءالرحمن صافی وایي، دغه سیالۍ چې د دغه ولایت د ٣٥ ثبت لوبډلو ترمنځ دوه میاشتې وړاندې پېل شوې وې تېره ورځ (شنبه ٢١ د زمري) ماښام مهال پای ته ورسېدې.

هغه وایي، د یادو سیالیو په لړ کې ټولې ٩٨ سیالۍ ترسره شوې، چې پایلوبې ته یې د «نوآباد ټایګرز» او «شیګل سټارز» لوبډلو لار موندلې وه، چې شیګل سټارز لوبډلې د دغو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.

د دغو سیالیو غوره لوبغاړی وارث جان و، چې په توپ وهنه کې یې ٤٥٢ منډې او توپ اچونه کې یې ١٣ لوبغاړي سوځولي وو.

عطاءالرحمن صافی زیاتوي، له دې سیالیو یې ګڼ نوي لوبغاړي پیدا کړل او ژمنه یې کړې، چې ډېر ژر به یې د کونړ ولایتي کرکټ لوبډله کې ځای پرځای کړي.

د کرکټ انټرکلب سیالۍ د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د هېواد په ګڼو ولایتونو کې پېل شوي، چې کونړ کې تازه پای ته ورسېدې او نورو ولایتونو کې لا هم دوام لري.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، له دغو سیالیو یې موخه د کورني کرکټ پیاوړتیا او ملي لوبډلې ته د غوره او مستعدو لوبغاړو پیدا کول دي.