په جرمني کې د افغان وګړو لاريون: له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو نقض دی

اطلاعات روز: پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنۍ په درشل کې يو شمېر افغان وګړو په برلين ښار کې لاريون وکړ. دوی د طالبانو پر خلاف شعارونه ورکړل او ويې ويل چې له دې ډلې سره تعامل د بشري حقونو نقض دی.

لاريونوالو ټينګار وکړ چې طالبان بايد د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت ونه پېژندل شي.

همدا راز دوی د «تحصيل، کار او ازادۍ» او «د ښځو حقونه، بشري حقونه دي» شعارونه ورکړل او له هيوادونو يې وغوښتل چې په افغانستان کې جنسيتي اپارتايډ په رسميت وپېژني.

سبا، سې‌شنبه ۲۴ د زمري/ ۱۵ اګست د طالبانو په لاس د کابل د سقوط ورځ ده او پر افغانستان د دې ډلې د واکمنۍ دوه کاله پوره کېږي.

د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم هيڅ هيواد طالبان په رسميت نه دې پېژندلي، که څه هم يو شمېر هيوادونه له دې ډلې سره تعامل کوي.

د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو نقض او د افغانستان له ټولو قومونو څخه د يوه ټول شموله حکومت نه جوړول، د طالبانو د حکومت د نه رسميت پېژندنې عوامل ګڼل کېږي.

طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر خلاف سخت محدوديتونه لګولي دي. اوس مهال ښځې او نجونې له زده کړو، تحصيل او کار څخه محرومې دي او د ازاد تګ – راتګ حق نه لري.