د برېتانيا د پارلمان غړی: د تېرو دوو کلونو پر مهال هزاره‌ګان له هدفي وژنو، شکنجې او تبعيض سره مخ وو

عکس: AFP/Getty Images

اطلاعات روز: د برېتانيا د پارلمان غړي پاول بريستو د طالبانو په لاس د کابل د سقوط د دويمې کليزې په مناسبت ويلي دي چې د افغانستان هزاره‌ګان د دوو وروستيو کلونو پر مهال له «هدفي وژنو، شکنجې او تبعيض » سره مخ وو.

ښاغلی بريستو چې په عين مهال کې د هزاره‌ګانو لپاره د برېتانيا د ټولو ګوندونو د پارلماني ډلې رييس هم دی، نن (سې‌شنبه، ۲۴ د زمري) يې خپل ويډيويي پيغام خپور کړی دی او د طالبانو په لاس د افغانستان سقوط يې د دې هيواد د وګړو لپاره «ناورين» ګڼلی دی.

دی وايي چې د دې پارلماني ډلې د رييس په توګه «زما دنده داده چې د هزاره‌ګانو ستونزې مطرح کړم او د هغو د ترسره کولو لپاره به هيڅ فرصت له لاسه ورنه کړم».

د هزاره‌ګانو لپاره د برېتانيا د ټولو ګوندونو پارلماني ډلې هم د طالبانو په لاس د کابل د سقوط د دويمې کليزې په مناسبت پر خپله وېيباڼه اعلاميه خپره کړې ده، ويلي يې دي چې د دوو وروستيو کلونو پر مهال هزاره‌ګان د طالبانو او داعش په څېر افراطي ډلو له هدفي بريدونو سره مخ وو.

په اعلاميه کې راغلي دي چې د تاريخ په اوږدو کې په افغانستان کې هزاره‌ګان د قومي او مذهبي تړاوونو له وجې له تبعيض او ځور سره مخ وو.

دې اعلاميې زياته کړې ده چې په وروستيو کلونو کې د هزاره‌ګانو لپاره وضعيت بدتر شوی دی او د افغانستان تر سقوط وروسته د طالبانو او داعش په څېر افراطي ډلو د هزاره‌ګانو پر خلاف هدفي بريدونه زيات کړي دي.

د هزاره‌ګانو لپاره د برېتانيا د ټولو ګوندونو پارلماني ډلې ويلي دي، دا بريدونه چې د بم ايښوونې، ډزو او انسان تښتونې په توګه شوې دي، هدف يې ډار خپرول او هزاره‌ګانو ته د ضعيف امنيت احساس ورکول و.

د برېتانيا د پارلمان دا ډله وايي چې هزاره ګان بايد په مسجدونو، روزنيزو مرکزونو او ټولنيزو عمومي غونډو کې د امنيت احساس وکړي، خو په تراژديکه توګه بريدونو پرې شوي دي.

دوی وايي چې دا بريدونه نه يوازي دا چې د انسانانو ژوند اخلي، بلکې د يوې ټولنې ارمانونه او هيلې هم له منځه وړي.

د برېتانيا د پارلمان دې ډلې په خپله اعلاميه کې ټينګار کړی دی: «موږ بايد د هزاره‌ګانو له ټولنې سره ودرېږو او د دې بې معنا تاوتريخجنو اعمالو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړو.»

دوی زياته کړې ده چې «موږ نشو کولای اجازه ورکړو چې د بې ګناه انسانانو ژوند د تعصب او نفرت له مخې واخيستل شي. دا زموږ ګډ مسووليت دی چې د ټولو لپاره له سولې، عدالت او برابرۍ دفاع وکړو».

د هزاره‌ګانو لپاره د ټولو برېتانيايي ګوندونو پارلماني ډله په افغانستان کې له هزاره‌ګانو سره د «سيسټماټيک تبعيض» او «عام وژنې» په تړاو په برېتانيا کې د مېشتو هزاره ګانو تر پر له پسې اعتراضونو وروسته جوړه شوې ده.

دې پارلماني ډلې خپل ماموريت اعلان کړی دی چې د هزاره‌ګانو اړوندو مسايلو ته پام کوي او د «هزاره‌ګانو د نسل وژنې» موضوع طرح کوي او همدا راز « د قربانيانو او پاتې شونو لپاره د عدالت په شمول، د هر اړخيزو ځوابونو ډاډ تر لاسه کوي، له هغوی سره مرسته کوي او په راتلونکې کې د جناياتو د نه تکرار اطمينان» حاصلوي.

همدا راز دوی خپل مسئوليت دا بيانوي چې «د برېتانيا د پارلمان استازو ته اطلاعات وړاندي کوي چې په افغانستان کې د نسل وژنې او بشريت پر خلاف د جنايت د مخنيوي لپاره ګډ اقدام وکړي».

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه