په بلخ کې معترضو ښځو د نجونو په وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانيستنې غوښتنه وکړه

Photo: sent to Etilaatroz

اطلاعات روز: د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې يو شمېر معترضو ښځو د نجونو په وړاندي د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانيستنې غوښتنه وکړه.

دوی پرون (چهارشنبه، ۲۵ د زمري) په يوه پټ ځای کې د يوې غونډې پر مهال، د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او زده ګړو لګول شوي بنديزونه نقد کړل.

دا غونډه د طالبانو په لاس د کابل د سقوط او په هيواد کې د جمهوري نظام د پاشل کېدو د دويمې کليزې په مناسبت جوړه شوې وه.

معترضينو په دې غونډه کې وويل چې مسلمانان د ښځو د کار او زده کړو مخالف نه دي او طالبان بايد له کار او زده کړو څخه د ښځو د محروميت بهير پای ته ورسوي.

دوی ويلي دي چې ښځې د تېرو دوو کلونو پر مهال په پر له پسې توګه «له تبعيضي چلند» سره مخ وې او د طالبانو د سياست قرباني شوې دي.

د دې معترضينو په وينا، د تېرو دوو کلونو پر مهال د طالبانو د سياستونو له وجې ښځې په ټولنيزه توګه منزوي شوې دي.

دوی له طالبانو غواړي چې د زده کړې او کار د حق په شمول د ښځو اساسي حقونه ومني.

طالبانو پر افغانستان تر دويم ځل واکمنېدو وروسته، تر شپږم ټولګي لوړې نجونې ښوونځي ته له تللو او محصلينې پوهنتون ته له تګ څخه راګرزولې دي.

همدا راز دې ډلې په دولتي ادارو، داخلي او نړيوالو غير دولتي سازمانونو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بنديز لګولی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته