ننګرهار

ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو بریدونه؛ دواړو خواوو ته ګڼه مرګ-ژوبله اووښتې

اطلاعات روز: یوه امنیتي سرچینه وایي، لسګونه طالبانو د دې ولایت سپین غر ولسوالۍ اړوند مامندرې سیمه کې د سیمه ییزو پاڅونوالو پر پوستو بریدونه کړي.

دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (پنجشنبه، ۱۶ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د طالبانو دغه برید کې پنځه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د سرچینې په وینا، وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اووښتې خو کره شمېر یې مالوم نه دی. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار امنیتي مسوولین په دې ولایت کې د اوو وسله والو طالبانو د وژل کیدو سربیره د داعش ډلې د انتقالوونکي د نیول کیدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (پنجشنبه، ۱۶ د سلوغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه افغان ځواکونو په شیرزادو او اچین ولسوالیو کې پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې د درې ماین خښوونکو په ګډون ۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خوږیاڼی همداراز زیاتوي چې په ورته مهال د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د بټي کوټ په باریک اب سیمه کې عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې د داعش د یو انتقالوونکي په ګډون پنځه تنه نور له یادې ډلې سره د اړیکو په تور نیولي دي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «تیره شپه افغان ځواکونو په هوایي بریدونو که وسله وال طالبان په مختلفو ولسوالیو کې وژل شوي او هم ملي امنیت د داعش ډلې یو انتقالونکی نیولی دی.»

وسله والو طالبانو او داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.