«مقاومت شورا»: د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې راغلې

انځور: ټولنيزې رسنۍ

اطلاعات روز: د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» په نوم په بهر کې د مېشتو سياسي څېرو ډلې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې راغلې. «زياتې چارې د بهرنيانو له لوري مديريت او مخته وړل کېږي».

دې جبهې طالبان «يوه افراطي ډله او د پرديو لاسپوڅي» بللي دي.

د دې شورا په اعلاميه کې راغلي: «سږکال د افغانستان د خپلواکۍ اخيستنې ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې د يوې افراطي ډلې او د پرديو د لاسپوڅو په واکمنېدو يو ځل بيا زموږ ازادي تر پوښتنې لاندې راغلې او عملا زياتې چارې د بهرنيو له لوري مديريت او رهبري کېږي.»

دې شورا زياته کړې، چې د ۱۲۹۸ لمريز کال پر مهال د زمري د مياشتې پر ۲۸مه د افغانستان خلکو د ازادۍ لپاره تر کلونو هلو-ځلو وروسته، خپلواکي تر لاسه کړه او هيله دا وه چې د خپلواکۍ تر سيوري لاندې به سالم حاکميت را منځته شي؛ خو ګڼو عواملو د خپلواکۍ د ساتنې او ټیکاو د تأمينېدو مخه ونيوله.

«د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» زياته کړې، چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره، دا هيواد د «تروريزم د مثلث» له لوري اشغال شوی. د دې شورا په وينا د افغانستان طالبان، پاکستاني طالبان او القاعد د دې مثلث بېلابېل اړخونه دي.

همدا راز دې شورا ويلي، چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه چې اوس مهال يې عملا روانه ده، د سيمې د هيوادونو او نړۍ ستره تېروتنه ګڼي او دا د افغانستان له خپلواکۍ او ازادۍ سره خلاف کړنه بولي. دې شورا د مشخص هيواد نوم نه دی اخيستی.

نن ورځ د افغانستان د خپلواکۍ له يو سلو څلورمې کليزې سره برابره ده. د افغانستان پخواني پاچا امان الله خان د ۱۲۹۸ کال پر مهال د زنري پر ۲۸مه د افغانستان خپلواکي اعلان کړه. پخوا به دا ورځ په شاندارو مراسمو لمانځل کېدله.

د وروستيو دوو کلونو پر مهال چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، د زمري ۲۸مه لمانځي او په دې ورځ يې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

په کابل کې هم د طالبانو مشران د زمري د ۲۸مې د لمانځنې په موخه يوې غونډه کې راټول شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته