طالبانو ننګرهار کې د ملي بیرغ د لېږدولو له کبله ځوانان نيولي او وهلي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي چې طالبانو د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ګڼ شمېر هغه ځوانان چې ملي بیرغ یې له ځان سره لېږداوه وهلي، ډبولي او بندیان کړي دي.

سرچینه وایي، دې ځوانانو نن (شنبه، ٢٨ د زمري) سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار په پښتونستان او نورو واټونو کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ١٠٤ مې کلیزې په مناسب ملي بیرغونه له ځان سره لېږدول چې طالبانو وهلي، ډبولي او په استخباراتو ریاست کې یې بندیان کړي دي.

سرچینې د طالبانو له لوري د بندي شویو ځوانانو د شمېر په تړاو معلومات نه دي ورکړي.

د ملي بیرغ پر سر ننګرهار کې د ځوانانو د وهلو، ډبولو او زنداني کولو په تړاو د ننګرهار ځایي طالب مسوولینو هم څه نه دي ویلي.

واک ته د دویم ځل لپاره د طالبانو تر رسېدو وروسته، د دې ډلې د واکمنۍ په پینځمه ورځ طالبانو د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ١٠٢ مې کلیزې په ورځ هم په ننګرهار کې ګڼ شمېر ځوانان د ملي بيرغ د لېږدولو پر سر نیولي او  وهلي-ډبولي و.

همدا راز طالبانو هغه مهال يو شمېر نور ځوانان ټپيان کړي او يو تن يې وژلی و.