ننګرهار کې یوه نجلۍ او یو هلک د نامشروع اړیکو په تور وژل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې یوه نجلۍ او یو هلک په ډزو وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې دغه نجلۍ او هلک نن (شنبه ٢٨ د زمري) سهار ۹:۰۰ بجې د نازیانو ولسوالۍ په «مېلوي» سیمه کې وژل شوي دي.

عبدالبصیر زابلی زیاتوي، یاده نجلۍ او هلک د نجلۍ د تره له لوري د بې غږه ټوپک په واسطه وژل شوي دي.

زابلي د یادې پېښې لامل د نجلۍ او هلک ترمنځ نامشروع اړیکې یادې کړې دي.

د ده په خبره، چې د وژل شویو کسانو قاتل له سیمې تښتېدلی او طالب سرتېرو یې د نیولو هڅې پېل کړي دي.

شاوخوا یو کال وړاندې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې هم یو کس چې له یوې نجلۍ سره یې د «مینې» اړیکې درلودې د نجلۍ د ورور له لوري په ډزو وژل شوي وو.