کاظمي قمي: ايراني ماهرينو د دهراوود د اوبو په سټېشن کې د اوبو کمښت تاييد کړی دی

اطلاعات روز: په کابل کې د ايران ځانګړي استازي او د دې هيواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي وايي، چې د ايراني ماهرينو له لوري په دهراوود کې د اوبو د کچې معلومونې له سټیشن څخه تر ليدنې وروسته، د روان کال په زمري مياشت کې د اوبو جريان په يوه عادي اوبيز کال کې تر مياشتنۍ کچې کم ګڼلی دی.

د ايران ځانګړي استازي نن (يکشنبه، ۲۹ د زمري) پر ايکس پلټفارم په يوه خپاره کړي پوسټ کې د دهراوود د اوبو د کچې معلومونې له سټیشن څخه د ايراني پلاوي ليدنه «د ۱۳۵۱ کال تړون ته د افغان لوري ژمنتيا او د دې تړون پر يو شمېر برخو عمل کول» بللي دي.

همدا راز نوموړي د اوبو د کچې معلومونې له سټیشن څخه د ايراني ماهرينو ليدنه «په باور جوړونه او ښه ګاونډيتوب کې د رغنده تعاملاتو د پېل مثبته نښه» ګڼلې ده.

د ايران ځانګړي استازي ويلي، «تمه کېږي چې ايران ته په دوامداره توګه منظم مياشتني معلومات او د اوبو د ارزونې شاخصونه ولېږل شي او له دې سټیشن څخه وخت پر وخت د ليدنو زمينه برابره شي او هر کال په دقيقه توګه د اوبو کمښت او زياتوالی معلوم او له هلمند سيند څخه د تړون د درېيمې مادې له ب بند سره سم په اندازه ګيرۍ کې د عدالت په مراعتولو د ايران حقابه ورکړل شي».

په هلمند سيند کې د ايران د حقابې په تړاو د دې هيواد او طالبانو تر منځ تر اوږده جنجال وروسته، د روانې لمريزې مياشتې پر ۲۱مه ښاغلي قمي خبر ورکړ چې ايراني کارپوهانو د ارزګان ولايت د دهراوود په ولسوالۍ کې د اوبو د کچې معلومولو له سټیشن څخه ليدنه کړې ده.

تر دې وروسته د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره تاييد کړه، چې ايراني پلاوي په دهراوود کې د اوبو د کچې معلومولو له سټیشن څخه ليدنه کړې.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي و چې ايراني پلاوي د نورو کلونو په دوام روان کال د اقليمي بدلونونو له کبله تر نورمال اوبيز کال کم ګڼلی دی.

نن سهار د ايران د انرژۍ وزير علي اکبر محرابيان هم ویلي و، چې د دې پلاوي له راپور سره سم، په افغانستان کې وچکالي جدي ده.

د ۱۳۵۱ لمريز کال له تړون سره سم، په يوه عادي اوبيز کال او د هلمند په سينديزه حوزه کې د شپږ ميليارده او ۵۰۰ ميليونه متر مکعبه اوبو په شتون کې د ايران حقابه ۸۲۰ ميليونه متره مکعبه اوبه کېږي، خو د کومو کلونو پر مهال چې په هلمند سيند کې د اوبو کچه کمه وي، د ايران حقابه هم ورسره کمېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته