کندهار کې «نامعلومو کسانو» یوه اته کلنه نجلۍ په بې رحمانه ډول وژلې

اطلاعات روز: د کندهار په زیړۍ ولسوالۍ کې «نامعلومو کسانو» یوه اته کلنه نجلۍ لومړی وژلې او بیا یې ترې پزه او غوږونه پرې کړي دي.

کندهار کې د طالبانو پولیس وایي، ياده پېښه تېره ورځ (یکشنه، ۲۹ د زمري) د زیړۍ ولسوالۍ اړوند د «کولک» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

دوی زیاتوي، چې نامعلومو کسانو لومړی دغه نجلې وژلې، بیا یې ترې پزه او غوږونه پرې کړي او وروسته یې جسد ورته یوې کرونده کې غورځولی دی.

طالب پولیسو د دغې پیښې اړوند نور معلومات نه دي ورکړي.

دغه راز ځایي سرچینې بیا وایي، چې یاده نجلۍ څو ورځې وړاندې خپلوانو کره تللې وه او هلته دوه ورځې نادرکه وه چې تېره ورځ یې جسد وموندل شو.

په دې وروستیو کې کندهار کې پټې وژنې زیاتې شوي، وړمه ورځ هم کندهار کې د نامعلومو وسله والو له لوري دوه کسان وژل شوي وو.