ننګرهار کې د پولیو ضد څلور ورځنی کمپاین پېل شو

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ۲۲ ولسوالیو کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو څلور ورځنی کمپاین پیل شو.

ننګرهار کې د کتلوي معافیت لپاره د طالبانو مسوول ډاکټر حکم خان ګلابزی وایي، دغه کمپاین نن (دوشنبه ۳۰ د زمري) پیل شو، چې د روانې اوونۍ تر پنجشنبې ورځې به دوام وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې د دغه کمپاین پرمهال به له پنځو کالو کم عمره  ۸ لکه او ۴۰ زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد دوه څاڅکي واکسین ورکړل شي.

ګلابزی وایي، چې د پولیو ضد واکسین کمپاین پرمهال به له دوو کالو پورته ماشومانو ته د کولمو د چینجیو له منځه وړلو ګولۍ (Albandazol) هم ورکړل شي.

اخوا د پولیو د له منځه وړلو دغه څلور ورځنی کمپاین د ختیځ زون په درې نورو ولایتونو کونړ، لغمان او نورستان کې هم پېل شوی، چې له مخې به یې له پنحو کالو کم عمره سلګونه زره ماشومان واکسین شي.

ننګرهار کې د پولیو د له منځه وړلو کمپاین داسې مهال پېلېږي، چې روان کال په دغه ولایت کې د پولیو ویروس پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه