انځور: خواله رسنۍ

متقي: هيوادونو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت مشخص تعريف نه دی وړاندې کړی

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي وايي چې د نړۍ هيوادونو تر اوسه دې ډلې ته د «ټولشموله حکومت» مشخص تعريف نه دی وړاندې کړی.

د باختر دولتي خبري اژانس چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې فعاليت کوي په وينا، ښاغلي متقي نن (سې‌شنبه، ۳۱ د زمري) «ملت ته د حساب ورکولو» نومې برنامه کې ويلي چې د دې ډلې سرپرست حکومت په «ټوله معنا ټولشموله» دی.

ده زياته کړې ده چې د دې ډلې په کابينه کې د افغانستان د هرې سيمې او قوم استازي شته دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست همدا راز په دې برنامه کې ويلي دي چې «د نړۍ ټولو هيوادونو ورته ډاډ ورکړی دی چې په افغانستان کې د وسلوال مخالفت ملاتړ نه کوي».

ښاغلي متقي ويلي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال دوی توانېدلي چې داخلي اختلافات ختم کړي او ثابته کړې يې ده چې په افغانستان کې «نظم» او «مرکزي حاکميت» شته.

پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسي، د نړۍ هيوادونو د ټولو قومونو او په هيواد کې د ښځو او مذهبي لږکيو په شمول د سياسي ډلو د استازو په ګډون د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې ده.

د دې ډلې چارواکو ادعا کړې چې د دې ډلې حکومت پراخ بنسټی او ټولشموله دی.