اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو مسوولین وایي، چې د دې ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د اور لګیدنې له امله د خلکو ۱۳ کورونه سوځیدلي دي.
په دې ولایت د طالبانو د رسنیو دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې اور لګېدنه تېره ورځ (سې شنبه ۳۱ د زمري) د کامدېش ولسوالۍ اړوند «منډګل» سیمه کې را منځته شوې ده.
اعلامیه د کامدېش ولسوالۍ د ځايي اوسېدونکي رحمت الله له قوله ویلي، چې دغه اورلګېدنه په یوه کور کې د برېښنا د شارټي له امله را منځته شوې، چې وروسته یې نورو کورونو ته پراختیا موندلې او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
رحمت الله زیاته کړې، چې یادې اورلګېدنې ۱۳ کورونه په بشپړ ډول سوځولي، چې وروسته د ځایي خلکو په هڅو اور مړ شوی او د نورو کورونو د سوځېدو مخه نیول شوې ده.
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ختیځ نورستان د کامدېش ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لګېدنه را منځته شوې وه، چې له امله یې نږدې سل جریبه ځنګل د اور خوراک شوی و.
