فايق: طالبان د نجونو د زده کړو مخنیوی د دې لپاره کوي چې خلک په جهالت او تیاره  کې وساتي

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فايق له تحصيلي سفر څخه د يوې ډلې نجونو راګرځول غير اسلامي بللي او ويلي يې دي چې طالبانو دا کار «په جهالت او تيارو کې د خلکو د ساتنې په موخه» کړی دی.

ټاکل شوې وه چې پرون (چهارشنبه، ۱ د وږي) ۱۰۰ محصلينې د کابل له هوايي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته الوتنه وکړي، تر څو په «دوبۍ پوهنتون» کې زده کړې وکړي؛ خو طالبانو د دې نجونو د سفر مخه نیولې.

د متحده عربي اماراتو سوداګر خلف بن احمد الحبتور وايي چې ده په دوبۍ پوهنتون کې د دې نجونو د تحصيل زمينه برابره کړې وه او د هغوی د سفر او پوهنتون لګښتونه يې منلي و.

د اماراتو دې سوداګر پر ايکس ټولنيزې رسنۍ ويلي چې د طالبانو له لوري د دې نجونو د سفر د مخنيوي په تړاو د خپلې ناهيلۍ د بيانولو لپاره الفاظ نه لري.

د طالبانو له لوري د نجونو د تحصيلي سفر مخنيوي پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

نصير احمد فايق پر ايکس ټولنيزې رسنۍ په يوه پیغام کې ويلي: «واقعا د افسوس ځای دی. د طالبانو دا غير اسلامي او غير انساني اعمال په جهالت او تاريکي کې د خلکو د ساتنې په موخه دي.»

د بشري حقونو فعالې هيدر بار د طالبانو دا کار د «ظلم» اوج بللی او له تحصيل څخه يې د ښځو او نجونو بې برخې کول بللي دي.

دې پر ايکس ټولنيزې شبکې ليکلې، چې له تحصيل څخه د نجونو مخنيوی د هغوی د زنداني کېدو لامل کېږي.

طالبانو تر دې وړاندې هم بهر ته د نجونو د سفر مخنيوی کړی دی. دا ډله وايي چې ښځو او نجونو ته له محرم پرته د سفر اجازه نه ورکوي.
دې ډلې په افغانستان کې ښوونځي او پوهنتونونه هم د نجونو او ښځو پر وړاندې تړلي دي.