جنبش زنان مقتدر

«د ځواکمنو ښځو خوځښت»: طالبان د ښځو د مرموزو وژنو مسوول دي

اطلاعات روز: «د افغانستان د ځواکمنو ښځو خوځښت» وايي، چې طالبان «د ښځو او فعالو نجونو د مرموزو، هدفي او ځنځيري وژنو» مسوول دي.

د دې خوځښت غړو نن (شنبه، ۴ د وږي) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال په کابل او نورو ولايتونو کې د طالبانو له لوري په لسګونو فعالې ښځې «په مرموز او هدفي ډول» وژل شوې دي.

په دې اعلاميه کې راغلي، چې طالبانو د دې وژنو مسووليت پر نامعلومو وسله والو اچولی دی.

«د افغانستان د ځواکمنو ښځو خوځښت» په کابل کې د يوټيوبرې حورا سادات وژنې ته په اشارې سره ويلي، چې دا «په مرموزه توګه» وژل شوې او طالبانو يې مړی «د هغې د کورنۍ د غړو له حضور پرته» او «په پټه توګه» په کارته‌سخی هديره کې ښخ کړی دی.

د دې خوځښت په اعلاميه کې راغلي، چې دا هديره اوس هم د طالبانو د افرادو له لوري سخته څارل کېږي.

د دې خوځښت د اعلاميې له مخې «دا ښکاروي چې طالبان د تل په څېر د خپلو بشر ضد جنايتونو د پټولو په هڅه کې دي، خو اوس به هيڅ شی هم د خلکو له سترګو پټ پاتې نشي».

په کابل کې د طالبانو پوليسو د حورا سادات وژنه او په تړاو يې د دوو کسانو نيول کېدل تاييد کړي دي، خو په دې اړه يې جزييات نه دې ورکړي.

«د افغانستان د ځواکمنو ښځو خوځښت» په خپله اعلاميه کې ادعا کړې، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال په کابل او ولايتونو کې ۱۸ ښځې او ځوانې نجونې وژل شوې دي.

د دې خوځښت په اعلاميه کې د دې قربانيانو نومونه او د هغوی د وژنې ځايونه ياد شوي دي.

دې خوځښت له نړيوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنستونو او د ښځو د حقونو له مدافعو بنسټونو غوښتي چې د طالبانو د «جنايت» مخه دې ونيسي او «نه دې پرېږدي چې د افغانستان خلک په ځانګړي توګه ښځې قرباني شي او غږ يې چوپ کړل شي».

د دې ښځينه اعتراضي خوځښت غړو همدا راز د نړۍ له هيوادونو، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره په همکارۍ دې حق غوښتنه وکړي، تر څو نړيواله جنايي محکمه د طالبانو «بشر ضد جنايت» لومړيتوب وټاکي.

دې اعتراضي خوځښت همدا راز د طالبانو پر نه رسميت پېژندنه ټينګار کړی او له دې ډلې سره تعامل يې له «تروريستانو» سره تعامل او «تروريستانو ته رسميت ورکول» ګڼلي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې، د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ښځو مرموزې وژنې زياتې شوې دي.

رسنيو ته د ښځو د ډېری مرموزو وژنو راپور ځايي سرچينو او خلکو ورکړی دی.