اطلاعات روز: د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دې قوماندانۍ اړوند د پولیسو پر رنجر موټر ماین چاودنې درې پولیس سرتیري ټپيان کړي دي.
د قوماندانۍ ویاند فرید خان وایي، دغه چاودنه نن (شنبه، ۱۸ د سلواغې) سهار شاوخوا یولیس بجې د دې ولایت مرکز اړوند جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوندو کې شوې ده.
د ښاغلي خان په وینا، دغه چاودنه د سړک غاړې ماین له امله وه، چې درې سرتیري په کې ټپیان شوي دي.
د دې پېښې مسوولیت لا چا نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې د دې ولایت مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې امنیتي پېښې زیاتې او خلک یې اندېښمن کړي دي.