انځور: د ننګرهار کانال رياست

ننګرهار کې د تېرو کلونو په پرتله د خرما په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د کانال وادي کرنیز شرکت طالب مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د خرما بڼ حاصل ته رسېدلی، چې سږکال یې د تېرو کلونو په پرتله په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دغه شرکت طالب مسوولین وایي، د جلال آباد ښار په هډې فارم سیمه کې د خرما بڼ حاصلات ښه شوي او په خبره یې، چې سږکال به له شلو ټنو زیات حاصل ورکړي.

د خرما بڼ مسوول انجینر عبدالقیوم اطرافي وویل: «تېرکال زمونږ حاصلات د ۱۶ او ۱۸ ټنو په خوا او شا کې وو او سږکال زمونږ حاصلات د ۲۰ ټنو او ۲۲ ټنو په خوا او شا کې دي، چې ان شاءالله راتلوونکي کال ته به چې سکرونه او اګرو تخنیکي فعالیتونه یې ښه شي؛ نو زمونږه خرما به څو برابره نوره هم زیاته وي.»

د ننګرهار کانال اړوند دغه بڼ د جلال آباد ښار په هډې فارم کې په ۴۰ جریبه ځمکه ۱۴ کاله وړاندې د سعودي عربستان په مالي همکارۍ جوړ شوی، چې د مسوولینو په خبره د خرما ۲۷۰۰ ونې کېنول شوي او شپږ ډوله خرما ترې لاسته راځي.

د یاد بڼ لپاره د طالبانو مسوول انجینر عبدالقیوم اطرافي وایي، دا بڼ د شلو کار کوونکو له خوا پالل کېږي، چې په خبره یې د بڼ لپاره دا شمېر بسنه نه کوي او د شمېر د زیاتوالي غوښتنه کوي.

د نوموړي په خبره؛ د بڼ د ښې پالنې لپاره د عصري وسایلو له کمښت سره مخ دي او غوښتنه کوي، چې مسوول چارواکي دې په دې برخه کې لاس پکار شي.

په دغه بڼ کې ګڼو کسانو ته د ورځني مزد په حساب د کار زمینه برابره شوې ده.

دوی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې په کور دننه شته ځوانانو ته دې د کار زمینه برابره کړي، ترڅو بهرنیو هېوادونو ته په مرګونو لارو له تګ وګرځي.

کارګر نعیم وویل: « خرما باغ کې د روز مزد په صفت کار کوم او خوشاله یم چې هېواد کې دننه راته د کار زمینه برابره شوې ده.»

بل لور ته د ننګرهار کانال وادي کرنیز شرکت لپاره د طالبانو ریيس مولوي غلام الرحمن کظیم د خرما بن د مسوولینو ستونزې مني او د حل په برخه کې یې د لازمو اقداماتو ډاډ ورکوي.

د خرما بڼ مسوولینو دغه راز په ۲۵ جریبه ځمکه کې د همدغه بڼ د ونو له بچکیو او سکرونو یو بل بڼ هم جوړ کړی، چې درې کاله وروسته به په حاصل راشي.

ننګرهار د اب و هوا له مخې د خرما لپاره مناسبه سیمه ده، چې له دولتي کچې سربېره ډېر شمېر ولسي خلکو هم په خپلو شخصي لګښتونو د خرما بڼونه جوړ کړي او دا لړۍ ورځ بلې ته د چټکتیا او پراختیا په حال کې ده.