اطلاعات روز: د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ريچارډ بېنټ وايي، چې په جرمني کې له مېشتو افغان مدني فعالان سره يې په يوې غونډه کې ګډون کړی دی.
د بېنټ په وينا، د دې غونډې موضوع د مدني ټولنې د غړو لومړيتوبونه او د افغانستان په اړه نړيوال سياست و.
نوموړي نن (يکشنبه، ۵ د وږي) پر ايکس خواله رسنۍ په يوه پیغام کې ليکلي: «ګډونوالو ټينګار وکړ چې د افغانستان وضعيت ته [رسيدګي] يو نړيوال مسووليت دی.»
دا مهال په افغانستان کې مدني فعالان او معترضې ښځې نړيواله ټولنه د دې هيواد وضعيت ته په نه پاملرنې تورنوي.
افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د بشري حقونو له کړکېچ سره مخ دی.
اوس مهال ښځې او نجونې د کار او زده کړو اجازه نه لري.