ننګرهار کې د وسله والو غلاوو زیاتوالی؛ طالبانو دوو «غلو» ته مرګ ژوبله واړوله

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې پر دوو «وسله والو غلو» ډزې کړي چې له امله یې یو تن وژل شوی او بل ټپي دی.

یوې باوري سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو دغه غله تېره شپه (یکشنبه، ۵ د وږي) شاوخوا ۰۷:۰۰ بجې د جلال آباد په درېیمه ناحیه کې ویشتي دي.

سرچینه زیاتوي، دغو غلو له یوه ښاري موبایل غلا کاوه، چې هممهاله د طالبانو له لوري په ډزو ویشتل شوي، یو یې مړ او بل یې په ټپي حالت کې طالبانو نیولی دی.

سرچینې د ویشتل شویو غلو هویت په تړاو څه نه دي ویلي.

تر اوسه ننګرهار کې د طالبانو ځایي مسوولینو د یادې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې ننګرهار کې یو ځل بیا وسله والې غلاوې ډېرې شوي او خلک د امنیت په ټینګښت کې طالبان په ناغیړۍ تورنوي.