انځور: د ننګرهار د رسنيو دفتر

ازبکستان د تورخم له لارې د مرکزي او سویلي آسیا هېوادونو ته صادرات او واردات پېلوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر په یوې خپره شوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ازبکستاني چارواکو دغه ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي، چې د تورخم له لارې د مرکزي او سویلي آسیا هېوادونو ته صادرات او واردات پېلوي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان د ټرانسپورت وزیر الهام محکموف تېره ورځ (یکشنبه، ۵ د وږي) ننګرهار ته راغلی و او د هندوستان، پاکستان او نورو اسیایي هېوادونو سره یې د سوداګریزو چارو، صادراتو او وارداتو د پېل په موخه له تورخم بندر څخه لیدنه وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي، د ازبکستان د ټرانسپورت وزیر په دغه لیدنه کې د ننګرهار لپاره د طالبانو له مرستیال والي سره په لیدنه کې ویلي، چې یاد هېواد به د ورځې په منځني ډول د ۷ سوه زره ټنه توکو لېږد را لېږد پېل کړي.

د ازبکستان دغه لوړ پوړي چارواکي ویلي، چې پر تورخم بندر د یاد هېواد د صادراتو او وارداتو په پېل سره به د دواړو هېوادونو د اقتصادي پیاوړتیا سربېره زرکونه بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د خبرپاڼې په حواله، چې د ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري ازبکستاني چارواکي ته ډاډ ورکړی، چې د تورخم له لارې به د یاد هېواد سوداګرۍ برخې ته ځانګړې آسانتیاوې برابروي.

دا لومړی ځل دی، چې د ازبکستان د ټرانسپورت وزیر پر «ډېورنډ کرښه» پروت تورخم ښارګوټي څخه لیدنه کوي او له دې لارې د افغانستان ګاونډ پاکستان په ګډون هندوستان او نورو آسیایي هېوادونو ته د صادراتو او وارداتو د پېل خبر ورکوي.