د بشرپالې بودیجې کمښت؛ د روغتيا نړيوال سازمان هره ورځ د ۲۴ ميندو د احتمالي مړينې خبرداری ورکړ

اطلاعات روز: د روغتيا نړیوال سازمان وايي، چې اوسنۍ بشري بودیجې ته په پام شونتيا شته چې هره ورځ ۲۴ ميندې د هغو ناروغيو له امله ومري چې مخه يې نيول کېدلای شي.

دې بنسټ نن (دوشنبه، ۶ د وږي) پر ايکس ټولنيزې رسنۍ ليکلي، وړاندوينه داده چې دا شميرې به په پام وړ توګه زياتې شي.

د روغتيا نړيوال سازمان تردې وړاندې د بودیجې د کمښت له وجې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د روغتيايي خدماتو په وړاندې کولو کې د پایلو خبرداری ورکړی و.

دا بنسټ وايي، چې د روان ميلادي کال تر پايه د افغانستان خلکو ته د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره ۱۲۵ ميليونه ډالره نورې بودیجې ته اړتيا ده.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا)  له شمېرو سره سم، په افغانستان کې ۲۸.۸ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.

دې بنسټ په تازه غوښتنه کې د ۲.۴۳ ميليارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې او وایي، چې يوازې شاوخوا ۱۰۸ ميليونه ډالره بودیجه تأمين شوې ده.