انځور: د اطلاعاتو کلتور رياست

جاپان په ننګرهار کې د یتیمو ماشومانو لپاره عامه کتابتون جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د یتیمو ماشومانو لپاره یو عامه کتابتون جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور ریاست لپاره د طالبانو رییس نور محمد حنیف وایي، دغه کتابتون چې د جاپان هیواد له لوري د ۱۳۵ زره ډالرو په لګښت جوړ شوی، نن (دوشنبه،۶ د وږي) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړی وایي، یاد کتابتون په دوه بسوې او ۴۵ متر مربع ځمکه کې جوړ شوی، چې د بېلابېل ډوله کتابونو ترڅنګ په ټولو اړینو ملحقاتو مجهز دی.

حنیف زیاتوي، چې د دې کتابتون لپاره درې ښوونکي هم ګمارل شوي، ترڅو یتیمو ماشومانو ته زده کړې ورکړي.

بهرنیو هېوادونو داسې مهال په افغانستان کې د ښوونیز نظام د ودې او پایښت په موخه پانګونه پېل کړې، چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د طالبانو له لوري د افغاني ټولنې د نیمایي قشر نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.