د هزاره‌ګانو پر وړاندې د کوچيانو دعوه؛ طالبانو د جلريز د سرچشمې سيمې اوسېدونکي د غرامت ورکړي ته اړ کړي

Photo: via Indypersian

اطلاعات روز: د هزاره‌ګانو پر وړاندې د کوچيانو د ديت او تاوان غوښتنې د دعوو په دوام، دا ځل کوچيانو د ميدان وردګ ولايت د جلريز ولسوالۍ د هزاره مېشتې سرچشمې سیمې له اوسېدونکو يو ميليون او ۷۵۰ زره  افغانۍ تاوان اخيستی دی.

کوچيان ادعا کوي چې څو کاله وړاندې يې څاروي له سرچشمې سيمې د تېرېدو پر مهال ورک شوي دي. څه موده وړاندې يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي و، چې ځايي قومندان عبدالغني علي‌پور د کوچيانو مږان په زور نيولي وو، خو کوچيان يې تاوان له عامو خلکو اخلي. د علي‌پور له خوا د کوچيانو د څارويو د نيولو قضيه روښانه نه ده.

د کوچيانو تر دې دعوې وروسته، طالبانو څو ځله د سرچشمې سيمې قومي مشران نيولي او زنداني کړي دي.

لومړی ځل دا دعوه په جلريز کې د طالبانو په ابتدايه محکمه کې ثبت شوې او وروسته د «کوچيانو او کليوالو» تر منځ د طالبانو د شخړو د حل کميسيون ته سپارل شوې ده.

په ميدان وردګ کې د کوچيانو او کليوالو ترمنځ د طالبانو د شخړو د حل کميسيون پرېکړه کړې چې د سرچشمې سيمې ۲۳ تنه به کوچيانو ته يو ميليون او ۷۵۰ زره افغانۍ ورکوي.

يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته داسې اسناد سپارلي چې ښيي د سرچشمې سيمې ۲۱ اوسېدونکو تر اوسه کوچيانو ته يو ميليون او ۵۰۰ زره افغانۍ ورکړې دي. په دې سند کې د پاتې پيسو د ورکړې لپاره ۱۰ ورځې وخت ورکړل شوی دی.

د کوچيانو او کليوالو تر منځ د شخړو د حل د دې کميسيون په پرېکړه کې راغلي چې «د زړونو د تأليف قلوب، اخوت او ورورولۍ له مخې مدعا عليه بالوکاله يو ميليون او ۷۵۰ زره افغانۍ مدعی بالوکاله ته ورکوي». په دې دعوه کې د علم ګل په نوم يو کس د کوچيانو استازولي او وکالت کاوه او د هزاره ګانو له لوري ابراهيم صالح استازی و.

د دې کميسيون د پرېکړي له مخې، د کوچيانو او کليوالو تر منځ ټولې شخړې په عمومي بښنه کې شاملې دي او په راتلونکي کې پر يوه-بل هيڅ ډول ادعاوې نه لري. د کوچيانو او کليوالو ترمنځ د طالبانو د شخړو د حل کميسيون همدا راز ويلي، چې که په راتلونکي کې کوم اړخ تېروتنه وکړي، نو ۵۰۰ زره افغانۍ به جريمه کېږي.

د وروستيو دوو کلونو پر مهال دا د هزاره ګانو او د هيواد په نورو برخو کې د کليوالو پر وړاندې د کوچيانو له لسګونو دعوو څخه يو مورد دی.

اطلاعات روز ورځپاڼې په يوه څېړنيز راپور کې د کوچيانو يو شمېر دعوې مستندې کړې دي. د دې دعوو عمده برخه د ديت او تاوان غوښتنه او د ځمکو پر سر د ملکيت دعوې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه