افغانستان په اسيا جام کې خپله لومړۍ لوبه بنګله دېش ته وبايلله

Photo by Alex Davidson/Getty Images

اطلاعات روز: د اسيا جام په روانو لوبو کې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې وکولای شول چې افغانستان ته په ۸۹ منډو سره ماتې ورکړي.

د بنګله دېش او افغانستان تر منځ نړيواله يو ورځنۍ لوبه نن (يکشنبه، ۱۲ د وږي) د پاکستان په لاهور ښار کې وشوه.

بنګله دېش لوبډلې د لوبې ټاس يا پچه وګټله او ويې کولای شول چې د پنځوسو اورونو په لوبولو سره افغان لوبډلې ته د ۳۳۵ منډو ستر هدف وټاکي. د بنګله دېش له لوري مهدي حسن ميراز او نجم الحسين شانټو سليزې جوړي کړې.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې يوازي ګلبدين او مجيب الرحمان يوه-يوه ويکيټ واخيسته.

افغانستان په خپله توپ وهنه کې لومړی لوبغاړی رحمان الله ګربز پر لومړۍ منډه له لاسه ورکړ.

د افغانستان له لوري ابراهيم تر ټولو زياتې ۷۵ منډې وکړې او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي هم وتوانېد چې ۵۱ منډې جوړي کړې.

افغان لوبډلې د بنګله دېش له لوري ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او ټول لوبغاړي د ۲۴۵ منډو تر کولو وروسته په ۴۵ اوور کې وسوځېدل.

افغانستان به خپله دويمه راتلونکې لوبه د سپټمبر پر ۵ له سرېلانکا سره په همدې لوبغالي کې کوي.

په اسيا جام کې د پرمختګ لپاره بايد افغانستان سرېلانکا ته په ستر توپير ماتې ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته