په بدخشان کې ۱۶ ښځې او ماشومان د یوه لېوني سپي له خوا داړل شوي

Oplus_131072

په بدخشان کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې ۱۶ ښځې او ماشومان او درې کورني څاروي د یوه مشکوک لېوني سپي له خوا ټپیان شوي دي.

رسنیو نن (چهارشنبه، د وږي ۴مه) د بدخشان د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ویاند کیکاووس تکساري له قوله راپور ورکړی چې دغه سپی پر «لېوني سپي ناروغۍ مشکوک» و.

هغه ویلي چې دا پېښه د فیض‌اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند د «کري» په سیمه کې شوې ده.

د تکساري په وینا، په دې پېښه کې یوه سپي چې د ناروغۍ نښې یې لرلې، پر ۱۶ ښځو او ماشومانو او درې کورنیو څارویو برید کړی او هغوی یې ټپیان کړي دي.

د هغه په خبره، وروسته د سیمې اوسېدونکو سپی وژلی او خاورو ته یې سپارلی دی.

د ټپیانو د درملنې لپاره یوه روغتیايي ډله سیمې ته استول شوې ده او یو شمېر کسانو د هاروي ناروغۍ د واکسین د ترلاسه کولو لپاره د فیض‌اباد ښار د بدخشان ولایتي روغتون ته مراجعه کړې ده.

تر اوسه د دغه سپي د برید لامل نه دی معلوم، خو په بدخشان کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست احتمال ښودلی چې سپی پر هاروي ناروغۍ اخته و.

په تېرو اوونیو کې په سمنګان کې هم یوه وحشي حیوان، چې سیمه‌ییزو اوسېدونکو هغه «لېوه» بللی و، پر دوو کلیو برید کړی او څو کسان یې ټپیان کړي وو. څو شپې وروسته د کلیو اوسېدونکو یو ځل بیا ورته یو حیوان لیدلی و، چې له امله یې کارپوهانو د ښکار کوونکو لېوانو د هارېدو احتمال مطرح کړی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته