عادله راز: له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو بهیر مخ په زیاتېدو دی

Oplus_131072

عادله راز، په امریکا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره، وايي چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په حال کې د هېوادونو شمېر مخ په زیاتېدو دی او دا بهیر د پراخېدو په حال کې دی.

مېرمن راز دا څرګندونې پرون (سې‌شنبه، د وږي ۳مه) په واشنګټن کې د افغانستان په اړه د «ډیموکراسۍ لپاره د ملي بنسټ» له خوا جوړې شوې یوې غونډې کې وکړې.

هغې وویل: «که موږ له دې بهیر څخه خوښ یو که نه، له طالبانو سره د هېوادونو د اړیکو د عادي کولو بهیر روان دی. هر هېواد هڅه کړې چې خپل لومړیتوبونه مشخص کړي او د هغو پر بنسټ عمل وکړي او پر طالبانو لګېدلي محدودیتونه کم کړي.»

هغې زیاته کړه چې په ظاهري توګه هېوادونو طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو له طالبانو سره یې دیپلوماتیکې اړیکې د سفیر تر کچې په ټیټه کچه عملاً روانې دي.

هغې وویل: «سمه ده چې هېوادونه وايي طالبان یې په رسمیت نه دي پېژندلي، خو د دوی د اړیکو څرنګوالي یو ډول ګډوډي رامنځته کړې ده چې باید وپوښتل شي: په رسمیت نه پېژندل دقیقاً څه معنا لري؟ ایا دا معنا لري چې سفیر به نه لري، خو د سفارت لومړی او دویم مرستیال به ولري؟ ځکه که سفیر ولري، ښايي دا د رسمیت پېژندلو په معنا وګڼل شي.»

عادله راز د اوسني وضعیت څخه د وتلو او د هېواد د راتلونکي د جوړولو په اړه وویل چې د خلکو غوښتنې او د عدالت تأمین ډېر اهمیت لري.

هغې وویل: «هغه څه چې اهمیت لري، د افغانستان د خلکو غوښتنې دي. نن ټول خلک د داسې راتلونکي لېواله دي چې په هغه کې، د زده‌کړې او کار د حق په څېر له ورځنیو غوښتنو پرته، خپل ځان هم پکې وویني.»

د هېواد پخوانۍ سفیرې زیاته کړه چې د هېواد د راتلونکي د جوړولو په پروسو کې د ښځو ګډون مهم دی: «په هره هغه پروسه کې چې د افغانستان د راتلونکي د جوړولو لپاره پیل کېږي، باید ښځې رول ولري؛ ځکه د ښځو محرومول به د هېڅ بهیر د دوام سبب نه شي.»

هغې همداراز د انتقالي پروسو پر مهال د «عدالت پر تأمین» ټینګار وکړ او ویې ویل چې په تېرو کې یوه له ترسره شویو تېروتنو څخه «د سولې لپاره د عدالت قرباني کول» وو.

هغې وویل، د جمهوري نظام په لومړیو کې د اساسي قانون د جوړولو پر مهال او همداراز د دوحې په بهیر کې عدالت څنډې ته پرېښودل شو او ویل کېدل چې د عدالت د تأمین بهیر به سولې ته زیان ورسوي.

مېرمن راز وايي، دا تر ټولو ستره تېروتنه وه، ځکه له عدالت پرته سوله دوام نه شي کولی او د راتلونکي لپاره عدالت یو حیاتي عنصر دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته