عذرا ضیا: امریکا دې له افغانانو سره په خپلو ژمنو عمل وکړي

Oplus_131072

عذرا ضیا، د «لومړی بشري حقونه» (First Human Rights) موسسې مشره او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله، له امریکا څخه وغوښتل چې د افغانانو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

مېرمن ضیا پرون (سې‌شنبه، د وږي ۳مه) په واشنګټن کې د «دیموکراسۍ لپاره د ملي بنسټ» له خوا د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډه کې د امریکا د حکومت د سیاستونو د بدلون غوښتنه وکړه.

هغې وویل، د طالبانو د بیا واکمنېدو او د «ابي ګېټ» د غمیزې د پنځمې کلیزې په مناسبت، اړتیا نه شته چې یوازې د له لاسه ورکړل شویو شیانو لپاره ماتم وکړو؛ بلکې باید وپېژنو چې نن څه روان دي، کومې ژمنې تر پښو لاندې شوې دي او کوم اقدامات باید ترسره شي.

هغې وویل، په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلنې ماموریت پر مهال ۸۰۰ زره امریکایانو خدمت وکړ او ۲۴۰۰ کسان ووژل شول. په پای کې وضعیت داسې شو چې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال ۱۲۰ زره همکاران او متحدان یې له ځان سره امریکا ته انتقال کړل.

د هغې په وینا، په لومړیو کې د دغو متحدانو د هرکلي بهیر په ښه توګه روان و. پوځي اډې د افغان پناه‌غوښتونکو پر مخ پرانیستل شوې وې او سازمانونو، خلکو، کلیساوو او بېلابېلو دولتي ادارو، په ټولیز ډول ۱۲۵ زره امریکایانو، رضاکارانه چمتووالی ښودلی و چې له نویو راغلو کسانو سره د ټولنې په مدغمېدو کې مرسته وکړي.

عذرا ضیا د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکه وکړه او ویې ویل چې د هغه سیاستونو دغه ټول بهیر د ناعادلانه اقداماتو له لارې ګډوډ کړ.

هغې وویل، «د ۲۰۲۵ کال په دوبي کې د دغه بهیر ناعادلانه لغوه کول، د سختو کډوالۍ سیاستونو پلي کول او له افغانانو سره د مرستو درول» نه یوازې په امریکا کې پر افغان کډوالو اغېز کړی، بلکې په افغانستان کې یې د ښځو وضعیت هم لا خراب کړی دی.

مېرمن ضیا وویل: «زه د افغانستان هغو ښځو په اړه فکر کوم چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت کوي، او هغو زرګونو تبعید شوو افغانانو په اړه چې له امریکايي پوځ او ادارو سره د همکارۍ له امله له طالبانو تښتېدلي، خو اوس له سختو سیاستونو سره مخ دي.»

هغې د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې «پر خپلو ژمنو عمل وکړي» او له پاکستان سره د تعامل له لارې د افغان پناه‌غوښتونکو د جبري بېرته ستنولو مخه ونیسي.

ضیا زیاته کړه چې واشنګټن باید د افغانستان ښځې د خپلو سیاستونو په محور کې راولي او د دغه هېواد له مدني ټولنې او دیموکراتیکو بنسټونو څخه هم ملاتړ وکړي.

د هغې په وینا، په داسې ټولنه کې چې دیموکراسي پکې له منځه تللې، یوازې دیموکراتیکو بنسټونو «د هیلې څراغ بل ساتلی دی».

هغې همداراز له امریکا وغوښتل چې له نړیوالې جزايي محکمې سره د چلند په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي، ځکه د دغې محکمې کمزوري کول به طالبان حساب‌ورکوونکي ګرځول لا ستونزمن کړي.

عذرا ضیا وویل، طالبان له قانون څخه بهر وژنې او شکنجې ترسره کوي، ماشومان په ناقانونه توګه په پوځي جوړښتونو کې استخداموي او د ښځو پر وړاندې یې تبعیض سیستماتیک کړی دی. د هغې په وینا، د امریکا د کانګرس د دواړو مجلسونو مشرانو دغه وضعیت «په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو سخته» بحران بللی دی.

د هغې په وینا، د طالبانو د دغو کړنو په اړه د حساب‌ورکونې لاره دا ده چې د نړیوالې جزايي محکمې له خوا د ترسره کېدونکو اقداماتو ملاتړ وشي، او د دغې محکمې کمزوري کول به د طالبانو حساب‌ورکونه لا ستونزمنه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته