کونړ کې راوتلو سیلابونو د سالار تاریخي کانال ګڼې برخې وېجاړې او کروندګرو ته یې ستونزې ولاړې کړي

اطلاعات روز: کونړ کې د سالار کرنیز کانال یو له تاریخي کانالونو دی، چې د پخواني پاچا امان الله خان د واکمنۍ پرمهال له مرکز اسعد آباد تر نرنګ ولسوالۍ پورې جوړ شوی. دا کانال څه باندې ۳ زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي.

کروند ګر وايي، وروستیو سیلابونو د دغه کانال یو شمېر برخې وېجاړې کړي، چې دوی ته یې په کرنیزه برخه کې ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي.

کروندګر زیاتوي، چې د سالار کانال له تخریب وروسته یې کروندو ته اوبه نه رسېږي او فصلونه یې د وچېدو په حال کې دي، چې دوی یې له احتمالي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

د کونړ د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکی ګل رحمان وایي، د هر باران او سیلاب پرمهال د کانال زیاتې برخې تخریبېږي، چې پر کروندو د اوبو جریان پرې کېږي او فصلونه حاصل ته نه رسېږي.

کروندګر نیوکې کوي، چې کونړ کې د طالبانو ځايي چارواکي د سالار تاریخي کانال د وېجاړو شویو برخو بیا رغونې په پار لاس په کار نه دي شوي.

ځايي خلک او کروند ګر اندېښنه لري که د طالبانو حکومت د سالار کانال وېجاړو شویو برخو ته پاملرنه ونه کړي سلګونه جریبه آبادې کروندې به وچې او لسګونه کروندګر به د بېکارۍ په تغر کېني.

د نرنګ ولسوالۍ کروندګر میا رسول له نړۍ والو مرستندویه ادارو او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دغه کانال وېجاړې شوې برخې ورغوي او کروندګرو ته دې په دې برخه کې لاس ورکړي.

کونړ کې د طالبانو ځايي چارواکي هم مني، چې د سیلابونو له امله د سالار کانال یو شمېر برخې وېجاړې شوي او کروندګر یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.

د کونړ د کرنې ریاست لپاره د طالبانو رییس دوست محمد حنفي وايي، د یاد کانال د وېجاړو شویو برخو رغونې لپاره یې هڅې کړي او ژمنه کوي، چې د مرستندویه ادارو په همکارۍ به په دې برخه کې شته ستونزې له منځه یوسي.

کونړ کې ځايي خلک او کروند ګر دغه راز نیوکې کوي، چې د طالبانو چارواکي په رسنیو او غونډو کې خلکو سره د ستونزو د حل ژمنې کوي، خو په حقیقت کې یې کوم عملي ګام نه لیدل کېږي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې نور له دې چارې لاس واخلي او خلکو سره دې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.