Photo: sent to Etilaatroz

د سرو زرو استخراج؛ طالبانو د تخار د اوسېدونکو کرنيزې ځمکې ويجاړې کړې او يو شمېر نور يې نيولي دي

اطلاعات روز: په تخار کې ځايي سرچينې وايي چې د طالبانو د دفاع وزارت يو قومندان د تخار ولايت د دشت قلعه ولسوالۍ د اوسېدونکو کرنيزې ځمکې د سرو زرو په لټه ويجاړې کړې او د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي يې وهلي او بنديان کړي دي.

دې سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې د طالبانو دې قومندان چينايي انجينران استخدام کړي او نن سهار (دوشنبه، ۱۳ د وږي) يې د «سکواټور» په وسيله د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ د «پل کوکچه» سيمې د اوسېدونکو د کرنيزو ځمکو په کيندلو او ويجاړولو پیل کړی و.

د دې سرچينو په وينا، د سيمې د خلګو له لوري تر مخنيوي وروسته، طالب قومندان له هغوی سره نښتی، ۱۰ نفر يې وهلي او درې نور يې نيولي دي.

د ځايي سرچينو د معلوماتو پر اساس، د طالبانو د دفاع وزارت دا قومندان «ملا کمال خان» نومېږي او د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ د «پل کوکچه» په سيمه کې د همدې وزارت د کنډک مسوول دی.

په تخار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس انصار الله انصار په دې اړه د اطلاعات روز پوښتنې ته ځواب نه دی ويلی، خو په تخار کې د دې ډلې د امنيې قومندانۍ وياند ويلي چې پر کومو ځمکو شخړه شوې، د دې ډلې په دفاع وزارت پورې اړه لري.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې، د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي د دې ولسوالۍ د سرو زرو په معدنو کې د سرو زرو په مينځلو بوخت وو خو پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، دې ډلې د سرو زرو مينځل او کيندل ممنوع کړي دي.

په تخار کې د طالبانو د معدنو رييس عبدالناصر حقاني رسنيو ته په لېږلي پيغام کې ويلي چې تېر کال د سرو زرو د معدن د غير قانوني استخراج د مخنيوي په موخه په ځلونو د دې ولايت ولسواليو ته مکتوب لېږل شوی، خو د تخار اوسېدونکي لا هم د سرو زرو غير قانوني استخراج ته دوام ورکوي.

غير قانوني استخراج د دې لامل کېږي چې خلګ له غير مسلکي لارو-چارو استفاده وکړي چې ځيني وختونه د کان کيندونکو ژوند هم اخلي.

همدا راز په تخار کې د طالبانو د معدنو رييس ويلي چې د روان کال پر مهال په دې ولايت کې د سرو زرو د کان د نړېدو له وجې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه شوي دي.