ننګرهار کې دوو چاودنو مرګ-ژوبله اړولې

اطلاعات روز: د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ او په مرکز جلال اباد ښار کې دوو بېلو چاودنو یو تن وژلی او لږ تر لږه یې شپږ نور ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر وایي، لومړی برید د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د موټر بم په وسیله شوی دی.

د یاد دفتر په وینا، دغه برید نن (یکشنبه، ۱۹ د سلواغې) سهار شاوخوا پنځه بجې شوی، چې تر اوسه ترې د یوه سرتیري د وژل کېدو او دوو نورو ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی.

د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر لیکلي، چې دا موټربم د یوې کرولا ډوله موټر په وسیله شوی دی. ویل شوي، چې ښايي مرګ-ژوبلې شمېرو کې بدلون راشي.

عام خلک وايي، د چاودنې غږ دومره دروند و چې جلال اباد ښار ځینو برخو کې هم اورېدل شوی دی.

تر اوسه د دې موټربم برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دویمه چاودنه د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې شوې چې څلور تنه یې ټپیان کړي دي. د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چاودنه نن (یکشنبه ۱۹ د سلواغې) سهار نهه بجې د جلال اباد شار د دریمې ناحیې اړوند سیمه کې د پولیسو په رنجر موټر شوې.

خو په ورته وخت کې د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د پېښې له ځایه ورته څلور تنه ټپیان راوړل شوي چې دوه یې پولیس او دوه ملکي وګړي دي.