اطلاعات روز: د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي په خپلو تازه څرګندونو کې غوښتنه کړې چې د دې هيواد او افغانستان تر منځ دې په راکړه-ورکړه کې خنډونه لېرې شي.
د ايرنا خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي رييسي دا خبرې پرون (چهارشنبه، ۱۵ د وږي) د دې هيواد په خراسان جنوبي ولايت کې کړې دي.
د ايران ولسمشر د ايران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ په اړه ويلي، چې «خراسان جنوبي د سيستان او بلوچستان تر څنګ مهم مرکزونه دي او له افغانستان سره د راکړې-ورکړې خنډونه بايد لېرې شي».
نوموړي زياته کړې: «پوله د دواړو لورو لپاره يو فرصت دی او د سرحدي وړو بازارونو فعاله کول يو فرصت دی او والي او مسوولين بايد دا موضوع تعقيب کړي».
دا په داسې حال کې ده چې د هلمند سيند د حقابې پر سر د ترينګلتياوو تر کمېدو وروسته د ايراني او طالب چارواکو تر منځ ليدنې زياتې شوي او دواړو اړخونو د سوداګرۍ او همکاريو پر پراختيا ټينګار کړی دی.
