اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو ادارې ويلي، چې افغانستان د نړۍ په کچه د ميتامفتامين یا شیشې جوړولو برخه کې تر ټولو چټکه وده کړې.
د متحده ايالاتو د نشه يي توکو دفتر نن (یکشنبه، ۱۹ د وږي) په خپل خپاره کړي راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې ميټ تر ډېره حده له هغو شيانو جوړېږي چې په قانوني توګه د لاسرسي وړ وي او يا هم له ایفیدرا نبات څخه جوړېږي چې په طبيعت کې را زرغونېږي.
دې راپور د افغانستان د ميټ توليد د سيمې روغتيا او امنيت ته ګواښ بللی او ويلي يې دي چې کولای شي د مصنوعي نشه يي توکو مارکيټ مختل او اعتياد زيات کړي.
راپور زياته کړې چې په هيواد کې دننه د ميټ د نيول کېدو کچه چې د ۲۰۱۹ پرمهال سل کيلوګرامه وه، په ۲۰۲۱ کې دوه زره او ۷۰۰ کيلوګرامه ته لوړه شوې چې په توليد کې زياتوالی ښيي. د ډېټا د نشتون له کبله په راپور کې د افغانستان له لوري د لېږدول کېدونکو ميتامفتامين د ارزښت، توليدېدونکې کچې او کورني استعمال په اړه معلومات نه دې ورکړل شوي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع AP خبري اژانس ته ويلي، چې د طالبانو حکومت د هر ډول نشه يي توکو پر کښت، توليد، پلور او استعمال بنديز لګولی دی.
ده ويلي چې طالبانو ۶۴۴ هغه فابريکې چې نشه يي توکي يې پروسېس او توليدول او شاوخوا ۱۲ زره جريبه ځمکه تخريب کړې چې ممنوع نشه يي توکي پرې کرل شوي وو، له منځه وړې. د ده په وينا په ۵ زره چاپو کې شاوخوا ۶ زره کسان نيول شوي دي.
په نوامبر مياشت کې د ملګرو ملتونو له خپاره شوي راپور سره سم چې د طالبانو د واکمنېدو له وخته د تارياکو کښت د تېر کال پر مهال ۳۲ سلنه زيات شوی او کله چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال په اپريل مياشت کې پر تارياکو بنديز اعلان کړ، قيمتونه يې لوړ شوي دي.
د ۲۰۲۲ کال په دې راپور کې ويل شوي وو چې د نشه يي توکو غير قانوني بازار هم د افغانستان د اقتصاد له پيکه کېدو سره وده کړې.
افغانستان لا هم د تارياکو او هيروينو تر ټولو ستر توليدوونکی هیواد ګڼل کېږي، که څه هم طالبانو په ۲۰۲۱ اګست کې واک ته تر رسېدو وروسته د تارياکو پر کښت او سوداګرۍ بنديز لګولی دی.
