د تورخم دروازې د تړل کیدو شپږمه ورځ؛ ولسي خلکو او قومي مشرانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د پاکستان له لوري د دروازې د تړل کېدو په غبرګون کې ولسي خلکو لاریون او اعتراضیه غونډه وکړه.

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه لاریون او اعتراضیه غونډه نن (دوشنبه، ۲۰ د وږي) د سلګونه ولسي خلکو او قومي مشرانو له لوري ترسره شو.

اعلامیه کې زیاته شوې، چې ولسي خلکو د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل کېدل غندلي او له یاد هېواد یې غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د تورخم دروازه د ترانزیټ او مسافرو پر مخ خلاصه کړي.

قومي مشرانو ویلي، افغان مسافر او سوداګر د تورخم دروازې په تړل کېدو له سختو ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوي، چې نور دې یادې ستونزې ته د تاوتریخوالي پرځای د خبرو اترو له لارې د پای ټکی کېږدي.

تورخم دروازه له تېرو شپږو ورځو راهیسې د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې له امله تړل شوې.

په دغه نښه کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو په ګډون شاوخوا دیرش کسان مړه او ټپیان شوي وو.

د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو په موخه تېره ورځ هم د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ شاوخوا نیم ساعته ناسته شوې وه، چې د سرچینو د معلوماتو له مخې یاده ناسته بې پایله سرته رسېدلې وه او پاکستاني لوري د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو غوڅه ژمنه نه وه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه